"د امازون د مشر موبایل هک کېدو کې د سعودي ولیعهد ممکنه ښکېلتیا"

د ملګرو ملتونو دوو څېړونکو د امازون شرکت د مشر جف بیزوس د موبایل هک کولو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د لاس لرلو په تړاو د سم لاسي څېړنې غوښتنه کړې ده.

دواړو څېړونکو ویلي، داسې یوه څېړنه باید وشي، چې ولیعهد محمد بن سلمان "د سعودي د مخالفانو په نښه کولو کې د سعودي د دوامداره او مخامخ هڅو" له کبله وپوښتل شي.

د رپوټ له مخې، له یوه داسې موبایل نه یو پیغام، چې تر ډېره دا موبایل بن سلمان کارواوه، د یوه مشهور سوداګر له موبایل د معلوماتو د غلا تر شا د هر چا لاس کېدای شي.

سعودي چارواکو دغه تورونه رد کړي او دا کیسه یې د "خندا وړ" بللې ده.

په واشنګټن کې د سعودي سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، د ولیعهد پرضد دغه ادعاوې "منطقي نه دي" او په اړه یې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

خو له قانوني چوکاټ بهر د قتل قضیو کې د ملګرو ملتونو اړوندو ځانګړو کارپوهانو اګنیس کالامارډ او د وینا د ازادۍ اړوند مسوول ډیویډ کای ویلي، د "ولیعهد د ممکنه ښکېلتیا" په اړه باید څېړنه وشي.

په ۲۰۱۸ کالو په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدا وروسته د ریاض او د امازون شرکت د مشر جف بیزوس ترمنځ - چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه یې هم ملکیت دی- اړیکي ترینګلي شوي. خاشقجي به په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکنې کولې.

خاشقجي د بیزوس د موبایل هک کولو له ادعا شوې قضیې څو میاشتې وروسته ووژل شو.

"ګارډین" ورځپاڼه وايي، د بیزوس موبایل وروسته تر هغه هک شو، چې د ۲۰۱۸ کال مې میاشت کې یې وټس اپ ته یو پیغام ورغی، چې په غالب ګومان د ولیعهد له شخصي اکونټ نه هغه ته استول شوی و.

د ایفون له کتلو وروسته، په ډاګه شوه چې ګنې د یوه وېډیويي پیغام له ترلاسولو وروسته د هغه ډېر معلومات غلا شوي دي.

کارپوهانو څه ویلي؟

کای او کالامارد دواړو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: "زموږ ترلاسه کړي معلومات د بیزوس په څارلو کې د ولیعهد د ښکېلتیا احتمال ښيي، ښايي لامل یې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د سعودي عربستان په اړه د رپوټونو خپرول وي."

دواړو کارپوهانو د بیزوس د موبایل هک کولو قضیه د خاشقجي له وژلو سره تړلې ده او وايي چې د لیکوال موبایل هم د بیزوس د موبایل له هک کولو سره هم مهاله هک شوی دی.

دواړو ویلي "پر انټرنېټ د بیزوس او د هغه د شرکت امازون پرضد په پراخه کچه پټ کمپاین و او ښکاري چې دا کار د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملکیت په تړاو ترسره شوی."

ادعا شوی هک څنګه ترسره شوی؟

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل رپوټ کې دا ثبوت وړاندې کړی چې "د ۲۰۱۹ کال د ځانګړې څېړنډلې رپوټ چې د بیزوس د ایفون هک کېدو په اړه یې څېړنه کړې، په ډاګه کړې چې د ۲۰۱۸ کال د مې پر لومړۍ نېټه د بیزوس ایفون ته له هغه وټس اپ نه یو وېډیويي پیغام ورغلی چې محمد بن سلمان کاراوه."

په رپوټ کې راغلي، وليعهد او بیزوس د هک کېدو له پېښې یوه میاشت مخکې د موبایل شمېرې یو او بل ته ورکړې دي او د دغه وېډيويي پیغام له رسېدو څو ساعته وروسته، د بیزوس له موبایله "ډېر زیات او کمیابه معلومات غلا شول".

په رپوټ کې دا هم راغلي، چې ولیعهد "بیزوس ته وټس اپ پیغامونه استولي... او باور کېږي چې هغه د بیزوس د ژوند خصوصي او پټ معلومات ترلاسه کړي دي."

دا غلا شوي خصوصي معلومات د امریکا "نېشنل انکوایرر" ورځپاڼې ته هم رسېدلي. د ۲۰۱۹ فبرورۍ میاشت کې، بیزوس دا ورځپاڼه په "اجبار او بلک مېلولو" تورنه کړه.

د خصوصي پیغامونو له افشا کېدو یوه میاشت وړاندې د جف بیزوس مېرمنې ماکنزي بیزوس وویل، له امریکايي میلیاردر د طلاق اخیستو هوډ لري چې په وینا یې په نارسمي توګه له "ډېر پخوا" سره جلا شوي دي.

سعودیان او بیزوس څه وايي؟

په امریکا کې د سعودي سفارت پر ټوېټر د ولیعهد پرضد هر ډول ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

سفارت ویلي: "د ټولو حقیقتونو تر بربنډېدو ددغو ادعاوو د څېړلو غوښتنه کوو".

خو بیزوس تر اوسه د ملګرو ملتونو د څېړونکو پر خبرو غبرګون نه دی ښودلی، یوازې د خاشقجي له ترکۍ کوژدنې سره یې له #Jamal هشټګ سره خپل انځور خپور کړی دی.

د بیزوس او سعودي ترمنځ ترینګلتیا

  • ۲۰۱۷ جون ـ جمال خاشقجي له سعودي عربستان وتښتېد او امریکا کې یې ټاکل شوي تبعید ته پنا یووړه.
  • ۲۰۱۷ سپتمبر ـ خاشقجي په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې لیکنې پیل کړې او د ولیعهد محمد بن سلمان پر سیاست یې نیوکې کولې.
  • ۲۰۱۸ اپرېل ـ بیزوس له ولیعهد محمد بن سلمان سره په یوه ماښامنۍ کې مخامخ او د ټيلیفون شمېرې یې یو او بل ته ورکړې.
  • ۲۰۱۸ مې ۱ ـ بیزوس وټس اپ کې MP4 شفري وېډیويي پیغام ترلاسه کړ، چې غالباً د ولیعهد له شخصي وټس اپ ورغلی و. همدا وو چې د ښاغلي بیزوس معلومات غلا شول.
  • ۲۰۱۸ اکتوبر ۲ ـ استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه جمال خاشقجي ووژل شو.
  • ۲۰۱۸ نومبر او د ۲۰۱۹ فبرروي ـ محمد بن سلمان بیزوس ته وټس اپ پیغامونه استوي، چې د ادعا له مخې د هغه د ژوند شخصي او پټ معلومات غلا کوي.
  • ۲۰۱۹ جنوري ـ "نېشنل انکوایرر" ورځپاڼې د واده له چوکاټ بهر له لورېن سنچېز سره د بیزوس د اړیکې په اړه رپوټ خپروي.
  • ۲۰۱۹ فبروري ـ بیزوس ورځپاڼه په "اجبار او بلک مېلولو" تورنوي. خو د مطلب لیکوال وايي قانوني عمل یې کړی.
  • ۲۰۲۰ جنوري ـ د ملګرو ملتونو کارپوهانو د موبایل هک کولو قضیه کې د ولیعهد د ادعا شوې ښکېلتیا څېړل غوښتي.