تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په جاپان کې د ځوانۍ لمانځل
په جاپان کې د بلوغ یا ځوانۍ ورځ ملي رخصتي وي، هغو کسانو ته دې مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه ور کول کېږي چې شل کلنۍ ته رسېدلي وي.
د هرې جنورۍ پر دویمه دوشنبه هغه کسان چې تېر کال ۲۰ کلن شوي وي، ښاري تالارونو او عامه ځایونو کې د خپلې ځوانۍ مراسمو کې ګډون وکوي.
سږنیو مراسمو کې ګډونوالو د ټوکیو ختیځه څنډه کې په ټوکیو ډیسنيلېنډ کې ګډون کړی و.
دې مراسمو کې جاپانیو ښځو ښکلي او رنګین دودیز کمیسونه او نارینه وو درېشي اغوستې او نکټايي په غاړه کړې دي.
جاپان کې د ځلمیتوب عمر په ۱۸۷۶ کال ټاکل شوی، خو په ۲۰۱۸ کال حکومت د یو قانون تصویبولو سره دا عمر ۱۸ کلونو ته راټیټ کړ چې پر ۲۰۲۲ کال به عملي کېږي.
لوی بدلون به دا وي چې جاپانۍ جوړه به نور واده کولو کې د مور پلار خوښې ته اړتیا نه لری.
دا مهال تر ۱۸ کلونو پورته نارینه او شپاړس کلنې یا تر دې پورته پېغلې یوازې د مور پلار په خوښه واده کولی شي.
دوه پېغلې چې دودیزې جامې یې اغوستې د توکیو په توشیمین پارک کې سیلفي اخلی.
د ځلمیتوب عمر د کمولو لپاره تر شلو ډېر قانونونه بیا وکتل شول چې ملي هوویت او مسلکي وړتیا لکه مالي کارپوهنه هم پکې راځي
زدکوونکي دا ورځ د توکیو په ککوکوګاکیون پوهنتون کې لمانځي
د واکمن کارګر ډیموکراټ ګوند غړي وايي، د ځلمیتوب عمر قانوني کمول به د ټولنې د بوډاتوب کچه کمه او د زوکړې لوېدلې کچه ورغوي.
پر ۲۰۱۵ کال حکومت له شلو کلونو ۱۸ ته د عمر کمولو ته رایه ور کړه.
له ۲۰۲۲ وروسته به ځینې قانونونه په خپل حال پاتې شيي؛ لکه اتلس کلن به د الکولو له څښلو، سیګرټ څکولو، قمار او زویولۍ نیولو منع کوي.
دوی باید دغه برخه کې لا هم تر شل کلنۍ منتظر اوسي.
.