تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فلیپین کې د اورشیندي ایرې چې په خټو بدلې شوې
فلیپین کې یوه اورشیندي لاوا پیل کړې. چارواکي وايي، ممکن دا اورشیندی څو ورځو کې خطرناک مواد بادول پیل کړي.
د دوشنبې په ورځ تال نومي اورشیندي لاوا پیل کړه.
دا اورشیندی د فلیپین له پلازمېنې منیلا ۷۰ کیلومتره لرې سوېل کې پروت دی.
د لاوا له پیلېدو مخکې له اورشیندي ډېره ایره ووتله، چې له امله یې د سیمې نږدې اته زره کورنۍ خوندي سیمو ته بوتلل شوې.
تال د فلیپین دویم تر ټولو ډېر فعال اورشیندی دی.
تال یوه جزیره کې د جهیل په مرکز کې دی. دا د نړۍ له کوچنیو اورشیندو یو دی.
تېرو ۴۵۰ کلونو کې ترې ۳۴ ځله لاوا وتلې ده.
تېر څه مهال له تال سره نږدې سیمو کې د رېږدلې یا زلزلې ۳۲ جټکې محسوسې شوې دي.
له اورشیندي پورته شوې ایرې شاوخوا ابادي یو مخ پټه کړې ده.
په دغه مهال د باران له امله ایره او اوبه سره یو ځای شوې او چکړې یې جوړې کړې دي.
د اورشیندي له ایرو کروندو ته هم ډېر زیان اوښتی دی.
۔