تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه سیمه چې نور پکې موټر نشي ګرځېدلی
د اسپانیې د ګڼ مېشتي بارسلونا ښار یوه سیمه کې له څه مودې راهیسې عجیبه خاموشي ده، یوه کوچني لوبغالي کې یوازې د ماشومانو اوازونه او د مرغیو شور دی. ترافیک نشته او هغلته چې ګاډي به ولاړ وو، اوس یې ځای لوبغالي او ونو نیولی.
د سوپربلاکونه په نوم د دې پلان ملاتړي وايي، له شور او ترافیکي ککړتیا د کوڅو پاکول غواړي، چې ښايي د سختې ککړې هوا له امله ممکن سلګونه کسان مړه شي.
د دې پلان ملاتړي هیله من دي چې دوی د نورو ښارونو لپاره هم یوه بېګله شي.
دې پلان کې د بارسلونا شپږ سوپر پلاکونه دي، خو د نورو سلګونو بلاکونو لپارهم دا پلان په پام کې نیول شوی.
دا بلاکونه چې هر یو له نهو موجوده بلاکونو جوړ شوی داسې یوه سیمه کې سره یو ځای شوي چې پکې د ټولو موټرو ورتګ بند شوی، مګر یوازې هغه ورتلی شي چې پر ګړۍ لس کیلومتره مزل کوي.
د اوسېدونکو لپاره پارکینګ هم ځمکتل کې دی.
خو د سیمې ځینې استوګن د دې پلان مخالف دي، په دې چې یا غواړي خپل موټر یې د کور څنګ ته ولاړ وي او یا هم ځايي کاروبار کوي او وېرېږي چې د موټرو پر چلښت له بندیز سره به یې سوداګري اغېزمنه شي.
د بارسلونا د ښاروالۍ مرستیال جنېت سنز بي بي سي ته ویلي، موټر په ښار کې د عامه سیمې ۶۰ سلنه برخه نیسي.
بارسلونا یوازې د ترافیک د مخنیوي لپاره پلان نه لري، بلکې د وګړو د مالوماتو ساتنه هم غواړي چې ښارونه یې د ریکارډرونو، امنیتي کمرو او ان مخابراتي شبکو له لارې ټولوي.
دا پلان چې بارسلونه د بارډیو، ایډنبرا، فلورنس او مانچسټر په ګډو ن له نورو ښارونو سره پیل کړی، غواړي د وګړو شخصي او ناشخصي مالومات- چې په عامه ډیجیټل برخه کې ټول شوي- باید شخصي ملکیت وبلل شي او یوازې د عامه ګټو لپاره وکارول شي.