"د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ"

اسټرالیا

د عکس سرچینه، EPA

له هغه راهیسې چې د تودوخې درجه ثبتول پیل شوي، اسټرالیا کې یوه تر ټولو توده ورځ تېره شوه. په دغه هېواد کې د تودوخې درجه په اوسط ډول ۴۰ اعشاریه نهو ته ورسېده.

د هوا پېژندنې ځايي ادارې 'بي او ایم ' مسوولین وايي، له دې مخکې تر ټولو لوړه درجه ۴۰ اعشاریه درې وه چې د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ پر اوومه ثبت شوې وه.

د تودوخې دغه لوړه څپه داسې حال کې دغه هېواد ته رسېدلې، چې وار له مخه دغه هېواد له سختې وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی او له همدې کبله په ونو، بوټو کې د اور لګېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.

هوا پېژندونکي وايي، روانه اونۍ کې له دې هم د ډېرې تودوخې احتمال شته، چې ښايي اوسنی ریکارډ هم ورسره مات شي.

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې سلګونه ځایه په وښو او بوټو کې اورونه لګېدلي، دغه طبیعي بحران ته د لومړي وزیر سکاټ مورېسن حکومت پر غبرګون او د اقلیمي بدلون په تړاو د هغه د حکومت پر پالیسیو سختې نیوکې شوې دي.

اسټرالیا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سختې ګرمۍ له کبله لسګونه ځایه په ونو، بوټو کې اورونه لګېدلي

د تودوخې د دغې لوړې درجې له کبله په ځنګلونو کې او دغه راز د پالل شویو څارویو مړینه هم ډېره شوې او ګڼ شمېر انسانان په روغتونونو کې بستري شوي دي.

له همدې کبله د هېواد انرژۍ شبکې په تړاو هم تاوده سیاسي بحثونه راپورته شوي چې د سختې ګرمۍ له کبله په ګڼ مېشتو ښاري سیمو کې خلک ترې بې برخې وو.

د اور وژنې مسوولین وايي، سختې ګرمۍ په ونو بوټو کې د لګېدلي اور وژنې چاره نوره هم ګرانه کړې ده.