روسیه د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې غواړي

د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشیف د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې کږلارې او بې اغېزې بولي او وايي، د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرې باید پیل شي.

نوموړي ایران کې د چارشنبې په ورځ د سیمه ییز امنیت غونډه کې دا خبرې وکړې.

د ایران حکومتي رسنۍ ایرنا وايي، دې ناسته کې پر کوربه هېواد سربېره د روسیې، چین، هند، افغانستان، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او لوړپوړي امنیتي چارواکي ګډون لري.

نیکلای پاتروشیف دې ناستې ته خبرو کې وویل: "له اوسني نامنلي حالت د وتو لپاره د ملي حل لارې د ترلاسولو په خاطر باید طالبان او قانوني افغان حکومت خبرې وکړي".

نوموړی د افغانستان مختلفو سیمو کې د ترهګرو ډلو پراخ او اندېښمنوونکو هڅو اندېښنه ښيي او وايي، ډېر شواهد شته چې امریکا افغانستان ته د داعشیانو د وړلو ملاتړ کوي:

"د وروستیو اټکلونو له مخې افغانستان کې له دوه نیم تر څلور زرو داعش وسلوال دي".

هغه زیاته کړه چې افغانستان کې د امریکا له ۱۸ کلن شتون سره سره دغه هېواد کې بې ټیکاوي او ناامني زیاتېږي او د بې ګنا افغانانو پرلپسې وژنه روانه ده.

"امریکا له افغانستان د وتلو ځانګړی پروګرام نه لري او داسې ښکاري چې دې برخه کې د امریکا واکمن پلاوی ګنګس دی".

افغانستان ته داعش لېږدول

دې ناسته کې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني وویل، عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته یوه امنیتي وېره افغانستان ته د دې وسلوالو د لېږدولو ده، چې خپله دغه هېواد او ګاونډیانو کې د ترهګریزو چارو د پلانولو لپاره وکارول شي.

خو افغان حکومت وايي، داعش د یو مخ له منځه تلو درشل کې دی.

د هغه په خبره، تهران کې سږنۍ امنیتي غونډه پر افغان کشاله چورلي، چې له ۴۰ ډېر کلونه د بهرني نیواک، کورنۍ جګړې او ترهګرۍ جګړې سره مخ دی.

د هغه په اند، ترهګري، توندلاري او د بهرنیو ځواکونو زیانمن شتون د سیمې لپاره لوی ګواښ دی.

نوموړي دا هم وویل، چې دې ناسته کې هڅه کوي افغانستان کې د کړکېچ د مختلفو اړخونو پر شنلو او بیانولو سربېره له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره د ټولنیزې امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا عملي لارو چارو ته ورسېږي:

"ځکه افغانستان کې د امنیت او ټیکاو پیاوړتیا پر دغه هېواد سربېره د ټولو ګاونډیانو پر امنیت او سیمه هم نېغ اغېز لري".

د چین غوښتنه

دې ناسته کې د چین د ملي امنیت وزیر چین ونګ چین وویل، افغانستان د سولې راوستو په لار کې له مهمو ملي او کورنیو ننګونو سره مخ دی:

"افغانستان کې امنیتي ننګونې ډېرې پېچلې او څو مخې دي. سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیز اړخونه لري".

د هغه په اند، خپلواکي، امنیت او پراختیا د افغانستان اوسنۍ مهمې اړتیاوې دي:

"افغانستان د اسیا زړه او د اروپايي اسیايي تمدن څلور لارې ده او د تلپاتې امنیت لپاره باید دغه هېواد کې هر اړخیزې پراختیا ته پام وشي".

نوموړي د تلپاتې او هراړخیزې سولې لپاره د افغانانو پر خپلمنځي خبرو او افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د شتون او لاسوهنې پر پای ته رسېدو هم ټینګار وکړ.