په سرطان اخته مېرمنې درملنې ته یې پیسې نه لرلې، نو ځان یې وواژه

د عکس سرچینه، AFP
په لبنان کې پر خواله رسنیو د دې هېواد د ځینو کسانو د ځانوژنې او اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ کېدو وروسته پر اړمنو خلکو د خوړو او جامو د وېشلو کمپاین پیل شوی. په دې هېواد کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت وګړو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي.
تر ټولو زړه بوږنوونکې کیسه د ناجي الفلیطي ده، چې د خپلې لور لپاره یې ۱۰۰۰ لیرې پیدا نه کړی شوې، ۷۰۰ زره لیرې پوروړی هم و او په سرطان د اخته خپلې مېرمنې د درملنې لپاره خو یې یوه روپۍ هم نه لرله، همدا وو چې ځان یې وواژه.
د نوموړي او دوو نورو بې وزله کسانو تر ځانوژنې وروسته پر خواله رسنیو د ځانوژنې بحثونه تاوده شول.

د عکس سرچینه، YaSour Facebook
داني ابو حیدر له دې کبله ځان وژلی چې له دندې وشړل شو او پورونه یې همداسې پاتې شول. بل کس انتونیو طنوس د کورني امنیت کارمن و، خو تر اوسه یې د مرګ په اړه رسمي څېړنه نه ده شوې، مګر لومړنۍ څېړنې وايي امکان لري خپل ځان یې په ډزو وژلی وي.
په لبنان کې مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت وګړو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي، چې زرګونه کارکوونکي له دندو شړل شوي، هغوی چې برحاله دندې لري، تنخاوې یې نیمايي ته راټیټې شوې دي او په هېواد کې ځینو کوچنیو پلورنځیو پر خپلو ورونو او ښیښو لیکلي چې یوازې بې وزله کسان دې ورشي او هرڅه چې غواړي وړیا یې کورته وړلی شي.

د عکس سرچینه، YaSour Facebook
پر فېسبوک یوې ډلې له دوو اونیو راهیسې فعالیت پیل کړی، چې خوراکي توکي، جامې، درمل او اړمنو کسانو ته اړینې مرستې راټولوي.
یوې ډلې بي بي سي عربي برخې ته ویلي "۶ کسیزه ډله د لبنان بېلابېلو برخو کې اړمنو کورنیو ته د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره توکي رسوي."
دا ډله خواړه راغونډوي او په یوه کڅوړه کې وریجې، دال او نور خوراکي توکي اړمنو کورنیو ته وړي.
نړیوال بانک وايي، په لبنان کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ۳۷ سلنې ته ختلې، ۲۷ سلنه وګړي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په ټوله کې د بې کارۍ کچه ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.









