عراق کې خونړي لاریونونه؛ لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي

عراق کې پرون پنجشنبه د روانو حکومت ضد اعتراضونو او لاریونونو په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه او د چارواکو او روغتیایي کارکوونکو په وینا، تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.

له پرونیو پېښو وروسته یوه ځايي چارواکي استعفا ور کړې او ناصریه کې د ټیکاو راوستلو یو قومندان له دندې ګوښه شوی دی.

په سویلي ناصریه ښار کې له شلو ډېر کسان هغه وخت ووژل شول چې پولیسو د یوه پل د خلاصولو لپاره پر اعتراض کوونکو ډزې وکړې.

د بښنې نړیوالې ادارې د څېړنې برخې مشر لین معلوف، د عراق امنیتي چارواکي د سوله ییزو مظاهرو پرضد په تاوتریخوالي تورنوي.

نوموړی د ناصریه پرونۍ پېښه یادوی او وايي: "تر ډېره دا سیمه د پل یا سړک په ځای جنګي سیمې ته ورته وه".

په پلازمېنه بغداد کې هم روانو اعتراضونو کې پرون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، او په نجف ښار کې هم د درې کسانو د وژل کېدو رپوټونه ترلاسه شوي.

د ایران کونسلګرۍ سوځول

د عراق پولیس وايي، معترضانو په نجف ښار کې د ایران کونسلګري هم وسوځوله. عراقي چارواکو له دې پېښې وروسته د کونسلګرۍ شاوخوا ګرځبندیز لګولی دی.

له اکتوبر راهیسې عراق کې پراخې مظاهرې دي، چې تر اوسه پکې له ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي. لاریونوال د حکومت پر ناکاره توب او فساد اعتراض لري.

تېره میاشت هم دې لاریونوالو کربلا کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ. هغه پېښه کې د ایران د کونسلګرۍ مخ ته درې لاریونوال هم ووژل شول.

د اکتوبر له لومړۍ عراق کې له پیل شویو مظاهرو راهیسې دا لاریونونه پراخ شوي او دغه هېواد کې د سیاسي نظام سمون غواړي.

دوی د عراق دولت او سیاسي جوړښت، په فساد، ناوړتیا او بې غورۍ تورنوي.

ایران تورنول

اعتراض کوونکي همدا راز د ایران حکومت هم تورنوي چې په عراق کې د شیعه جوړښتونو په واک کې حکومتونو او همدارنګه د شیعه وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.

مظاهره چیان د ایران دغه سیاست د خپل هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه او عراق کې د دې هېواد د نفوذ ختمېدل غواړي.

خو ایراني چارواکي دا مظاهرې د امریکا، سعودي او اسراییل په لمسه بولي، چې په وینا یې موخه یې د ایران او عراق ترمنځ د اړیکو خرابول دي.