جرمني کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت الماس غلا شوي

د جرمني په ختیځ ډرېسډن ښار کې غلو د دوشنبې پر ورځ له یو لرغوني او ګرانبیه کلېکسیون نه د الماسو درې سېټونه غلا کړي، چې ارزښت یې څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي. د ډرېسډن ګرین والټ په نامه دا ټولګه په اروپا کې د الماسو یو تر ټولو لوی کلېکسیون بلل کېږي.

ویل کېږي چې په غلا شویو درې سېټونو کې هر یو یې د الماسو ۳۷ کاڼي لري او غله یې ښایي ماتولو ته اړ شي. د ډرېسډن ښار پولیس او د موزیم چارواکي وایي، دوی په دې مالومولو بوخت دي چې څومره غلا ورنه شوې ده.

دا کلېکسیون په اتلسمه پېړۍ کې د "ځواکمن اګوستوس" په نامه د هغه مهال یو واکمن لخوا راټول شوی و. رپوټونه وایي چې په غلا شویو الماسو کې د یاقوت، زمرد او لال کاڼي شامل دي.

د پېښې په ځای کې دوشنبه ماښام د پولیسو لسګونه ګاډي ولاړ وو او موزیم تړل شوی و.

پلټونکي وایي، غلو په ځمکني پوړ کې لومړی یوه اوسپنیزه کړکۍ لېرې کړې، موزیم ته ننوتلي او بیا یې ښیښې ماتې کړې دي.

د موزیم یوه چارواکي ویلي، غلا شوي الماس بیخي ګرانبیه دي، او اصلاً ورباندې بیه نشي اېښودلی. د دوی په وینا، په تور بازار کې د دې غلا شویو الماسو پلورل به ګران وي، ځکه خورا مشهور دي او هر څوک یې پېژني.

د پولیسو امنیتي کامرې ښیي چې دوه کسان په تیاره کې موزیم ته ننوځي، خو شونې ده چې په دې پېښه کې نور کسان هم ښکېل وي.

د دوشنبې د سهار پر پنځه بجو د اور وژنې عمله موزیم ته نژدې د برېښنا یوه صندق کې د اور وژنې لپاره ور ورسېدله.

اوس داسې ګومان کېږي چې د همدې اور له کبله د موزیم د خطر زنګ له کاره غورځول شوی و.

پولیسو سهار وختي د ډرېسډن ښار یوه بله څنډه کې هغه موټر و موند چې اور ورته شوی و او دوی شک لري چې غلو همدا موټر کارولی دی.