تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بندي زندان کې دی، خو بهر یې یو میلیون ډالر غلا کړي
یوه نایجېریايي بندي، چې پر انټرنېټ د جعلکارۍ په تور بندي شوی و، په زندان کې په فرېبکارۍ یو میلیون ډالر غلا کړي دي.
د فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي، هاپ اولوسیګون اروک د تېر ایستنې لپاره یوه ډله کارولې ده.
نوموړی په ۲۰۱۲ کال په ډېر خوندي زندان کیریکیري کې په ۲۴ کلونو بند محکوم شو، خو له نوموړي پوښتنو ګروېږنو ومونده چې لاهم انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په نایجېریا کې د مالي او اقتصادي جرمونو ادارې ویلي، د تېر ایستلو په اړه یې یو استخباراتي رپوټ ترلاسه کړی، چې وايي، یوه زنداني څنګه له زندانه د تېر ایستلو لړۍ جاري ساتلې ده.
سرچینه زیاتوي کله چې نوموړی په مالیزیا کې و او نیول کېده، اسیا او افریقا کې د تېر ایستلو د یوې شبکې مشر و.
که څه هم د قانون له مخې هغه باید انټرنېټ ته لاسرسی نه لرلی، خو نوموړي انټرنېټ کاراوه.
دغه بندي د نا مالومو لاملونو له کبله روغتون ته بېول شوی، په هوټل کې اوسېدلی او له خپلې مېرمنې او بچیانو سره یې لیدلي دي.
نوموړي د دوو بانکي حسابونو پرانیستلو کې له مستعار اکینوومي سورینمیډ نامه ګټه اخیستې ده، چې په همدې نامه یې له زندانه یو لوکس ګاډی اخیستی، خپلې مېرمنې ته یې بانکي ایکاونټ جوړ کړی چې پیسې له هماغې لارې ولېږدوي.
د فساد ضد ادارې څېړونکي اوس روغتون ته د هغه د تګ لاملونه څېړي او دا چې ولې هوټل کې اوسېدلی دی.
ځینې پر دې باور دي چې اروکي دا ټول کارونه زندان کې د فاسدو چارواکو په همکارۍ کړي دي.
په نایجېریا کې پر انټرنېټ فعال تېر ایستونکي شتمن دي او په اسانۍ زندان کې هغو چارواکو ته بډې ورکولی شي، چې تنخاوې یې ټیټې دي.
تر اوسه د زندان کوم چارواکی په یاده قضیه کې ملامت شوی نه دی.