فرانسه کې سپو میندواره ښځه وژلې

د عکس سرچینه، ELISA PILARSKI/FACEBOOK
شمالي فرانسه کې ځايي چارواکي وايي، د دغې سیمې په ځنګله کې یوه مېندواره ښځه چې له خپلو تازي سپیو سره ګرځېده، سپیو داړلې او وژلې ده.
د چارواکو په خبره د ۲۹ کلنې ایلیسا پیلارسکي مړی فیلیرز- کوټریټس نومي ښارګوټي ته نژدې موندل شوی دی.
ځايي څارنوال فریډریک ټرین وايي، ''سپو دغه ښځه پر ورنونو، لینګو او سر داړلې او له همدې کبله نوموړې وژل شوې ده. ''
پولیس وايي، د پېښې څېړنې لړ کې د نژدې ۹۳ سپیو معاینات کوي. له سپیو اخیستل شوي معاینات به له هغو ډي این اي معایناتو سره پرتله شي، چې د اغلې پیلارسکي له مړي اخیستل شوي او دا به معلومه شي، چې کوم سپي نوموړې داړلې او دغه سپی یا سپي د چا ملکیت دي.
په دې سپیو کې چې معاینات یې کېږي، د اغلې پیلارسکي خپل پنځه سپي هم شامل دي. د عدلي طب رپوټ ښيي چې اغلې پیلارسکي د سپیو له داړلو وروسته د ډېرې وینې بهیدو له کبله وژل شوې ده.

د عکس سرچینه، ELISA PILARSKI/FACEBOOK
د څارنوال دفتر وايي، اغلې پیلارسکي چې د وژل کېدو پر مهال د نژدې شپږو میاشتو مېندواره وه، له پلازمېنې پاریسه نژدې اتیا کیلومتره لرې ځنګله کې قدم واهه چې خپل ملګري ته یې ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل، چې د سپیو یوه ډله پرې حمله کوي.
ملګري یې سیمې ته له رسېدو وروسته د هغې مړی داسې حال کې ولید چې یو سپی یې خوا کې کوړنجیده. دوی همدې ځنګله ته نژدې په یوه کور کې ګډ ژوند کاوه.
یوه ځایه ورځپاڼه 'لي کوریر ' وايي، تازي سپي په ځنګله کې د هوسۍ په ښکار پسې وتلي وو.
یوې ځايي اوسېدونکې انجیلا وان دین بیرغي ځايي رسنیو ته منلې چې د ښکار یو پروګرام و، خو په خبره یې 'زموږ له معلوماتو سره سم په دې ناوړه پېښه کې نه خو زموږ سپي ښکېل دي او نه د ښکار له دې پروګرام سره تړاو لري. '








