سپی هم خوب ویني؛ خوب د بدن او ذهن لپاره څه ګټه لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ ویدېږو، ځکه ویدېدل د بدن او ذهن لپاره ډول ډول ګټې لري. وروستۍ څېړنې وايي، په مغز او بدن کې داسې کوم سیستم نشته چې خوب سره یې کار ښه نه شي او که ښه او پوره ویده نه شو، تاوان ونه ویني.
د ډېر پلورو کتابونو لیکوال او کلیفورنیا پوهنتون کې د روانپوهنې او عصب پوهنې استاد مټیو واکر له بي بي سي سره خبرو کې وايي:
" کله چې تاسو ژور خوب ته ځئ، معز مو د بدن د ساتلو او کنټرول توان له لاسه ور کوي او په دې دلیل که خوب وینئ بیا مو هم بدن نه خوځېږي".
دی زیاتوي کله چې د انسان عمر زیاتېږي، د مغز هغه برخه یې هم ګډوډېږي چې بدن کنټرولوي او بې حرکته یې ساتي:
"ځکه ځینې کسان چې خوب کې کوم حرکت ویني، هغه کوي هم، موږ حیواناتو کې هم دا حالت وینو او دا پرې زبادولی شو چې حیوانات هم د انسانانو په څېر خوب ویني".

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې وپوښتل شو د کم خوب او رواني روغتیا ترمنځ څه تړاو شته، نو ویې ویل، کم او نامناسب خوب نه یواځې د رواني ناروغۍ سبب کېږي بلکې د ژور خپګان او تشویش سبب په ګډون د ډېرو ناورغیو لامل همدا بې خوبي ده.
د کلونو بې خوبۍ او بد خوبۍ تاوان جبرانېدلی شي؟
استاد مټیو واکر وايي، هم هو او هم نه، ځکه خوب د بانک په څېر نه دی چې بچت پکې وکړئ او بل وخت یې وکاروئ او نه پور دی چې پرې یې کړئ.
"د کم خوب له امله چې کوم تاوان رسېږي، رسېدلی دی، خو د ښه او مناسب خوب لپاره پروګرام جوړولی شئ".
له کافین ډډه کول

د عکس سرچینه، Getty Images
له کافین یا ارامبښونکی درمل باید له ویدېدو ۱۴ ګړۍ مخکې ډډه وشي، خو که ویښ پاتېدل غواړئ بیا ستونزه نشته:
"خو په دې لارې سره د کم خوب وضعیت جبرانولی نه شئ".
د شپې درې بجې ویښېږم بیا ویدېدلی نه شم

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ستونزې د حل په ځواب کې دغه استاد وايي، مراقبه یوه ښه لار ده چې عصبي سیستم ور سره ارام او بیا ویده شئ:
"ګټور کتابونه، پروګرامونه او اپلیکېشینونه هم دې برخه کې تاسو ته لار ښودلی شي".
دی وايي، که ۱۵ دقیقې بستره کې پراته یاست خوب نه درځي، پورته شئ بلې خونې ته لاړ شئ:
"کوټه باید تیاره وي، چې خوب درشي هغه وخت بیا خوب کوټې ته لاړ شئ، دې سره مغز پوهېږي چې بستره کې پاتېدل د خوب په مانا دي نه د ویښې".
نوموړی زیاتوي چې وږي نه یاست، نو پر دسترخوان هم نه کېنئ، نو چې ستړي او خوبولي نه یاست بسترې ته هم مه ځئ.
عجیب غریب خوبونه

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه پوهاند په دې باور دی چې خوب لیدلو چاره یوه دا ده چې موږ څه مالومات لرو هغه ټول کړي او کومه پوهه مو چې ذهن کې ده، د هغې په مټ یې سره ترتیب کړي ترڅو موږ په ذهن کې د اړیکو یوه شبکه جوړه کړو.
"د پین بال لوبې ته ورته دی، چې تاسو ټولې تازه خاطرې سره یو ځای کوئ او بیا یې لټوئ چې کومه مناسبه ده او دا ډول مغز هم هڅه کوي چې ترمنځ یې اړیکه جوړه کړي".
نوموړی خوب لیدل هم د ګوګل په څېر بولي چې کله موږ د یوه شپې پلټنه پکې کوو، خو کله مو ناغوښتي لینک ته بیايي:
د هغه په خبره، خوب لیدل د مسلو حل یا د ستونزو اوارول یا د داسې معلوماتو او اطلاعاتو شنل او حل کول دي چې په ویښه یې حلولی او نه شو








