تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې ۱۲ لاریونوال ووژل او تر زرو ډېر ونیول شول
ایران کې د تېلو بیې زیاتېدو پسې اعتراض روان دی چې ځینې سیمو کې د امنیتي ځواکونو او اعتراضیانو ترمنځ تاوتریوالی شوی او له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي دي. ناتایید شوي رپوټونه د ۳۰ کسانو د وژل کېدو خبره کوي.
رپوټونه وايي، امنیتي ځواکونو تر زرو کسان نیولي هم دي.
تېره ورځ پر څو بانکونو او اداري ودانیو سربېره په کازرون او شېراز کې دوو دیني مدرسو ته هم اور اچول شوی دی.
د مظاهرو له امله د البرز، اصفهان، شېراز، خوزستان، نجف اباد او ځینې نورو ښارونو کې ښوونځي تړلي دي.
ځايي رسنۍ د دې مظاهرو له تفصیلي رپوټولو منع شوې دي.
سپینه ماڼۍ یوه بیانیه کې د معترضانو پرضد تاوتریخوالی او د اړیکتیايي لارو محدودول غندلي دي:
"امریکا د هغه حکومت پرضد- چې باید د خلکو لارښوونه یې کړې وی- د سوله ییزو مظاهرو ملاتړ کوي. موږ د لاریونوالو پرضد د قهریه ځواک کارول او د مخابراتو محدودول غندو. تهران اټومي او توغندیز پروګرام پسې دی او د ترهګرۍ ملاتړ کوي او ویاړلی ملت یې پر یوه بل داسې خبرداري ور کوونکي داستان بدل کړی دی چې کله واکمن پوړ ولس پرېږدي او خپله واک او شتمنۍ پسې لاړ شي، نو دا کیسه پېښېږي".
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا څرګندونې غندلې او د ورانکارو او بلواګرو ملاتړ یې بللی دی.
له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د تېلو بیو لوړېدو له امله دا احتجاجونه پيل شوي، چې ورو ورو سیاسي رنګ اخلي.
لاریونونه څنګه پيل شول؟
د ایران حکومت له هغه ناڅاپي اعلان وروسته چې وايي پټرولو وېش ونډه ییز کوي او بیه یې لوړوي، دغه هېواد کې احتجاجونه پيل شول. د جمعې پر ورځ ایران کې د پټرولو بیې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې شوې.
حکومت د امریکا له لوري پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو اغېز کمولو لپاره، چې د دغه هېواد اقتصاد یې سخت ځپلی، هغه درنې سبسایډۍ بېرته اخیستې چې مخکې یې د بیو کنټرول لپاره ورکولې.
په ۲۰۱۸ کال کې چې د امریکا متحده ایالتونه د ایران اتومي پروګرام له هوکړې په شا شو، پر دغه هېواد د پټرولو صادرولو سخت بندیزونه ولګېدل.
د دولتي خبري اژانس (ایرنا) په رپوټ کې ویل شوي، د هېواد په مرکزي سیمه سیرجان کې د جمعې په شپه 'خلکو د نفتو پر یوې زېرمې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې اور ورته کړي
رپوټ زیاتوي، د احتجاجونو لړۍ د مشهد، بیرجند، اهواز، ګاشسران، ابادان، خرم شهر، مشهد، شیراز او بندر عباس په ګډون یو شمېر نورو ښارونو ته هم غځېدلې ده.
اي پي خبري اژانس د ایران دولتي رسنیو له قوله وايي، د هېواد په دویم لوی ښار مشهد کې قهرېدلو احتجاجیانو په لویو لارو کې خپل موټرونه درولي او لارې یې تړلې دی.
په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونه کې لیدل کېږي چې پلازمېنه تهران کې د امام علي لویې لارې اوږدو کې احتجاج کوونکو موټرونه درولي او له پولیسو د مرستې غوښتنه کوي.
د نويو اقداماتو له مخې به د هر موټر څښتن ته د میاشتې اوږدو کې د ۱۵۰۰۰ ریالو یا ۱۳ امریکايي سېنټو بدل کې ۶۰ لیټره پټرول ورکول کېږي او له دې زیات هر لیټر به ۳۰ زره ریاله اضافي لګښت لري.