د ایران لرغونې 'یارسان' فرقې پیروان بریتونه سپېڅلي بولي

یارسان د منځني ختیځ له خورا لرغونو مذهبي عقایدو یوه بلل کېږي، چې منونکي یې (اهل حق) هم بلل کېږي.

د یوه اټکل له مخې ویل کېږي په ایران کې د دغې عقیدې پیروانو شمېر له یو میلیون تر درې میلیونو کسانو پورې رسېږي چې اکثریت یې د لوېدیځ ایران په کرد مېشتو سیمو کې دي.

په عراق کې هم د دغې فرقې له سلو تر یو ۱۵۰ زرو پورې پیروان ژوند کوي، چې ( کاکايي ) بلل کېږي.

بهناز حسیني د برتانیا له اکسفورډ پوهنتونه د ایران او عراق مذهبي لږکیو په هکله زده کړې تر لاسه کړې او دا وروستیو کې یې د دغې فرقې له پیروانو سره درې هغه ورځې تېرې کړې، چې دوی پکې روژه نیسي.

یارساني هره میاشت په خپلو معبدونو کې یو ځای کېږي چې جام خانه یې بولي او دغه یو ځای کېدلو ته یې د جام نوم ورکړی دی.

دوی په خپلو معبدونو کې د یوې ځانګړې خولۍ پر سرولو په ګډون یو شمېر دود دستورونه لري.

دوی د دایرې په بڼه د پردیوار لورته کېني چې په جام خانه کې تر ټولو سپېڅلی ځای بلل کېږي. د یارسان فرقې کسان په دې باور دي چې سلطان ساهک د خدای له اووه نښانیو یوه ده.

یارسانیان تنبور غږوي او ورسره سپيڅلی (کلام) وايي. دوی په اکتوبر او نومبر میاشتو کې روزې هم نیسي.

دوی د روژې په ورځو کې هر ماښام د (جام) لپاره یو ځای کېږي او له لمر لوېدو سره روژه ماتوي. یارسانیان د روژه ماتې لپاره ځانګړې ډوډۍ چمتو کوي او انار سپیڅلې میوه بولي.

د دغې فرقې د پیروانو لپاره بریتونه سپیڅلتیا لري او نارینه یې بریتونه نه لنډوي. د عیسویانو، زرتشتیانو او یهودانو برعکس د ایران اساسي قانون یارسانیان مذهبي لږکۍ نه بولي.

ایران حکومت دوی داسې شیعه مسلمانان بولي چې پر صوفي ازم باور لري او یو شمېر شیعه مشران بیا یارسانیان له (عقیدې سر غړونکي) بولي.

۲۰۱۸ کال کې د دغې فرقې پیروانو د ملګرو ملتون ماهرینو ته ویلي و چې د خپلو ماشومانو د زېږد په اسنادو کې د هغوی مذهب یارساني نه شي لیکلای، له خپلې عقیدې سره سم د جنازې مراسم نه شي کولای او خپل سپېڅلی کتاب نه شي چاپولای ځکه وېره لرې، که داسې وکړي مذهب ته د سپکاوي تور به پرې ولګېږي.

د دغې فرقې ځینې کسان وايي، د پوځي خدمت پر مهال یې په زور بریتونه خریل شوي دي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.