ملګري ملتونه: ملخان د ختیځې افریقا پر ځینو هېوادونو "ولکه" کولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وايي، که په ایتوپیا کې د ملخانو سېلونه کنټرول نه شي، د غلو، دانو دغه خوړونکي حشرات به پر ګاونډیو هېوادونو هم 'ولکه ' وکړي.
د ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې د ایتوپیا چارواکو له قوله ویل شوي، د ملخانو کنټرول لپاره د 'سملاسي فعالیت ' غوښتنه شوې چې د دغه هېواد له نهو نه یې څلور ایالتونه لاندې کړي دي.
په شمالي امهارا ایالت کې ځينې کروندګر وايي، د غلې کرل شوي ولاړ فصلونه یې په بشپړه توګه ملخانو خوړلي دي.
تر اوسه د ملخانو سېلونو مخنیوي هڅې ناکامې بلل شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د خوړو او کرهڼې ادارې مسوولین وايي، د ایتوپیا ځینو برخو کې د ناامنۍ له کبله هم د ملخانو مخنیوي هڅې له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې دي.

د عکس سرچینه، FAO
په ایتوپیا کې د دغې ادارې استازې فاطوما سید وايي:
''موږ باید چټک فعالیت وکړو او اړینې اسانتیاوې چمتو کړو چې د دغې ستونزې هواري ته زمینه برابره شي. ''
تېره اونۍ چارواکو وویل، د ستونزې کنټرولولو لپاره الوتکې اغېزمنو سیمو ته استولې دي چې د هوا له لارې یې مخه ونیول شي.
ملګري ملتونه وايي، دغه سارايي ملخان د هېواد په ۳۵۰ مربع کیلومتره سیمه کې هره ورځ یو اعشاریه اته ټنه شنه فصلونه خوري.
د ملګرو ملتونو چاوراکو په وینا که د ملخانو مخنیوي هڅې ناکام شي، ښايي پرمخ لاړ شي او د شمال ختیځې کینیا، اریټیریا پر ځینو برخو او دغه راز د سودان پر ساحلي سیمو 'ولکه ' وکړي.
ویل کېږي چې د ملخانو دغه سېلونه لومړی ځل درې میاشتې مخکې له یمنه خپاره شول.









