ایران: د یورانیمو د پخولو بهیر بېرته پیلوو

حسن روحاني

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ولسمشر حسن روحاني وايي، که مقابل لوري پر خپلو ژمنو ودرېږي، دغه پرېکړه بېرته اخیستل کېدای شي

ایران د چهارشنبې له ورځې تر ځمکه لاندې د یورانیمو د پخولو بهیر بېرته پیلوي. دغه چاره به د ۲۰۱۵ کال اتومي پروګرام له هوکړې یوه بل شاتګ وي. ویل کېږي چې دا چاره به په فوردو نومې کارځای کې پیل شي.

ولسمشر حسن روحاني وايي، که په هوکړه کې شامل قوتونه پر خپلو ژمنو ودرېږي، دغه پرېکړه بېرته اخیستل کېدای شي. د سې شنبې پر ورځ له دولتي ټلویزیونه یوه وینا کې ولسشمر روحاني وویل:

''موږ به له سبا ورځې پیل وکړو او فوردو ته به دګازو لېږد پیل شي.''

ښاغلی روحاني وايي، د یورانیمو د پخولو دغه اقدام به د اتومي مسایلو څارنې نړیوالې ادارې یا IAEA تر څارنې لاندې پیل شي.

پاخه شوي یورانیم د اتومي بټیو یا رهیکټر لپاره د سون توکو په توکه کارول کېدای شي، خو په اتومي وسله کې هم ترې کار اخیستل کېدای شي.

کله چې په تېره جولای میاشت کې د امریکا متحده ایالتونه له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام پر سر له هوکړې پر شا شول او پر ایران یې بندیزونه ولګول، دا څلورم ګام دی چې د دغو بندیزونو مقابل کې یې ایران پورته کوي.

له ایران سره ۲۰۱۵ کال کې د اتومي پروګرام ختمولو بدل کې هوکړه شوې وه چې پرې لګېدلي ټول بندیزونه به لېرې کېږي، خو د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې کې ناڅاپه له دې هوکړې د وتلو اعلان وکړ.

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دوشنبې پر ورځ د ایران اتومي اژانس ادارې وویل، د یورانیمو پخولو لړۍ په نتانز کې دوام لري

ښاغلی ټرمپ غواړي له ایران سره یوه نوې هوکړه وکړي چې له مخې به یې د دغه هېواد پر اتومي پروګرام بې پایه بندیزونه ولګول شي او دغه راز به د ایران د بالسټیک توغندیو چمتو کولو پروګرام د مختګ مخه هم ونیول شي.

تر اوسه ایراني چارواکو له داسې کومې هوکړې انکار کړی دی.

د ایران اتومي پروګرام پر سر د پخوانۍ هوکړې نور لوري لکه برتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیې هڅه کړې چې هغه هوکړه پر ځای پاتې شي.

خو د امریکايي بندیزونو له کبله د ایران د تېلو صادرات لږ شوي، د کرنسي یا پولي واحد ارزښت یې غورځېدلی او د انفلاسیون یا پیسو پړسوب کچه پکې مخ پر لوړېدو ده. ایراني چارواکي ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې په بشپړه توګه سوله ییز دی.