"د کایلا مولر څرګندونو د البغدادي د وژلو عملیاتو کې همکاري وکړه"

کایلا مولر

د عکس سرچینه، Daily Courier, Prescott AZ

د عکس تشریح، کایلا مولر په ۲۰۱۵ کال د داعش له خوا له تښتول کېدو مخکې سوریه کې له بشري مرستندویانو سره کار کاوه.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي، د کایلا مولر نوم، چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د بنسټګر او مشر ابو بکر البغدادي موندلو کې یې همکاري کړې، افشا شوی دی.

نوموړی وايي، د هغې او د "اسلامي دولت" ډلې په لاس د نورو وژل شویو امریکایانو نومونه یې د تلپاتې یاد په خاطر خپاره کړي دي.

اوبراین "اېن‌بي‌سي نیوز" شبکې ته ویلي، جنرال مارک میلي د البغدادي د څرک لکولو عملیاتو کې کایلا د همکارۍ لپاره غوره کړې وه.

کایلا مولر څوک ده؟

کایلا مولر په ۱۹۸۸ کال امریکا کې زیږېدلې، مخکې له دې چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا ونیول شي، د بشري مرستو له ادارو سره یې کار کړی دی.

د امریکايي چارواکو له خوا افشا شویو استخباراتي معلوماتو کې راغلي، ابو بکر البغدادي پر هغې څو ځلې "جنسي" تېری کړی.

د کایلا کورنۍ ته البغدادي ویلي چې ګني د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت البغدادي تېری پرې کړی دی.

د هغې پلار کارل مولر هغه مهال خبریالانو ته وویل "دوی راته وویل چې هغه (البغدادي) واده ورسره کړی او موږ ټول پوهېږو چې دا څه معنا لري."

کایلا او مور یې مارشا

د عکس سرچینه، MUELLER FAMILY

د عکس تشریح، کایلا له خپلې مور مارشا سره سوریې ته تر تللو مخکې

د کایلا مور مارشا ویلي: "لور مې له دغه سړي سره واده نه دی کړی، بلکې البغدادي په زور نیولې وه، تېری یې پرې کړی، زیان یې ورته رسولی او ژړولې یې ده."

کایلا د ۲۰۱۳ کال اګسټ میاشت کې د سوریې حلب ښار کې له مرستندویو ټولنو سره د کار پرمهال تښتول شوې وه.

"اسلامي دولت" ډلې په ۲۰۱۵ کال ادعا وکړه چې ګني هغه د یاد کال په فبرورۍ میاشت د اردن بمبارۍ کې وژل شوې، خو امریکا د هغې د وژلو مسؤولیت پر "اسلامي دولت" ډلې واچاوه.

"اې‌بي‌سي" د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، البغدادي په ابو سیاف سیمه کې د هغې تر لیدو وروسته نوموړې خپل کور ته بېولې ده. ابو سیاف سیمه د سوریې ختیځ کې د تېلو او ګازو د پلور تور بازار مالي مسؤول او څارونکی و.

ویل کېږي ابو سیاف د ۲۰۱۵ په مې میاشت کې ځانګړو امریکايي ځواکونو وواژه.

فلسطیني لاریون کوونکي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فلسطیني لاریون کوونکو د کایلا مولر له وژل کېدو وروسته د هغې انځور ورسره لېږداوه او په مرګ یې خواشیني ښودلې ده

کایلا مولر له خپل مور او پلار او مشر ورور سره د امریکا اریزونا ایالت په بریسکوټ سیمه کې لویه شوې ده.

کورنۍ یې وايي هغې خپل ژوند د نورو همکارۍ ته وقف کړی و، له پوهنتون تر فارغېدو وروسته یې د هند شمال، اسراییلو او فلسطین کې له بشري مرستندویانو سره کار پیل کړ.

په ۲۰۱۲ کال د ترکیې - سوریې پولې ته ورسېده او د ډنمارک د کډوالو له مرستندویه ټولنې سره یې فعالیت درلود.

هلته د کډوالو کمپونو ته ورغله.

د ۲۰۱۳ کال د اګسټ پر ۴مه، د بې پولې ډاکټرانو له خوا له یوه اداره کېدونکي روغتون تر وتلو وروسته د "اسلامي دولت" وسلوالو و تښتوله.

د ۲۰۱۵ کال فبرورۍ میاشت کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني د اردن په یوه هوايي برید کې ووژل شوه، خو امریکا په ټینګار وویل چې نوموړې د "اسلامي دولت" ډلې وسلوالو وژلې ده.

ابو بکر البغدادي

د عکس سرچینه، SOCIALMEDIA

د عکس تشریح، د ۴۸ کلن ابو بکر البغدادي اصلي نوم ابراهیم السامرائي و، د القاعده ډلې غړی و خو په ۲۰۱۳ کال کې یې له دې ډلې لاره جلا کړه.