تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په عمر بند محکوم اویغوري ته سخاروف جایزه ورکول کېږي
هغه چینايي علمي شخصیت ته د اروپا پارلمان تر ټولو لویه جایزه ورکړل شوې چې د بېلتون پالنې تورونو له کبله چین کې زنداني دی.
الھام توختي چې خپله هم د چین اویغور توکم اړوند دی، له دغه توکم سره د چینايي حکومت پر چلند سختې نیوکې کړې او په ۲۰۱۴ کال کې د عمري زندان سزا ورکړل شوې.
رپوټونه وايي، د چین په شینجیانګ ایالت کې د اویغور لږکيو نژدې یو میلیون کسان په کمپونو کې ساتل کېږي.
که څه هم خپله ښاغلی توختي چې یو معتدل شخصیت بلل کېږي د بېلتون پالنې تورونه رد کړي دي، خو نوموړی داسې شخصیت بلل کېږي چې په شینجیانګ کې یې توکمیز تاوتریخوالي ته د خلکو پام اړولی.
نوموړي ته به د سخاروف په نامه جایزه داسې حال کې د ستراسبرګ ښار مراسمو کې ورکړل شي چې خپله لا هم په زندان کې دی.
د چین حکومت پر نوموړي د بېلتون پالنې او د توکمیز تاوتریخوالي اور ته د لمن وهلو تور پورې کړی دی.
خو د اقتصادي چارو دغه څېړونکي پر زنداني کولو د بشري حقونو فعالانو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالتونو نیوکې کړې او د نوموړي خوشي کولو غوښتنه یې کړې.
اروپايي پارلمان وايي، نوموړی د چینایانو او اویغور قبیلې تر منځ خبرو ته د هڅونې له کبله د سخاروف جایزې وړتیا لري.
د اروپايي پارلمان مشر ډېوډ ساسولي وايي:
''اروپايي پارلمان له چینايي چارواکو غواړي چې نوموړی سملاسي خوشی کړي. ''
اروپايي پارلمان دغه معتبره جایزه هر کال د شوروي اتحاد مخالف او فزیکپوه اندرې سخاروف په یاد ورکوي.