بنګله دېش کې د پېغلې سوځولو په جرم ۱۶ کسان اعدامېږي

د بنګله دیش محکمې هغو ۱۶ کسانو ته د اعدام سزا واوروله چې دوی یوه زدکوونکې په دې تور وسوځوله چې خپل ښوونکی یې په جنسي ځورونه تورن کړی و.

۱۹ کلنه نصرت جهان رافعي د دې هېواد په فیني سیمېه کې ووژل شوه، دا سیمه د دې هېواد له پلازمېنې ډاکې څخه ۱۶۰ کیلومتره دباندې پرته ده.

د نصرت سرښوونکی په جنسي ځورونې تورن و او لږ تر لږه دوه ټولګیوال یې هم په محکوم شویو کسانو کې شامل وو.

د نصرت جهان وژنې ټول هېواد ولړزاوه او د عدالت غوښتلو په پار یې لاریونونه وشول.

دا محاکمه خورا ګړندۍ وه، داسې پېښې په بنګله دیش کې کلونه وخت نیسي څو یې پایلې راووځي.

څارنوال حفیظ احمد خبریالانو ته وویل دې محکمې دا ثابته کړي چې هېڅوک نه شي کولای قتل وکړي او بیا ازاد وګرځي.

له نصرت سره څه وشول؟

نصرت روان کال د اپرېل په شپږمه نېټه د خپل ښوونځي بام ته په دوکه راوستل شوې وه، له ۱۱ ورځو وروسته له هغه چې نوموړې خپل سرښوونکی سراج الدوله په هکله پولیسو ته شکایت وکړ چې څو ځله یې ځورولې وه.

نوموړې د څلورو یا پنځو مخ پټو کسانو له خوا راګېره شوه او پرې یې فشار راوړ چې خپله غوښتنه بېرته واخلي. کله چې نوموړې رد کړه بیا یې نو اور ورته کړ.

د پولیسو په وینا قاتلینو کوښښ کاوه چې وښیې دې نجلۍ ځان وژنه کړې خو داسې ونه شول او نوموړې وژغورل شوه.

خو کله چې پوه شوه چې نوموړې ډېره ټپي وه نو ورور یې د دې خبرې په خپل ټیلیفون کې خوندي کړې.

نوموړې د یو شمېر برید کوونکو نومونه واخېستل او ویې ویل:

"ښوونکي ماته لاس راوړ، خو ما ویل چې زه به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د دې جرم پر وړاندې مبارزه وکړم".

د نصرت بدن چې ۸۰ سلنه سوځېدلې و له څلور ورځو وروسته په ۱۰م د اپریل ساه ورکړه، کلي ته یې د جنازې لپاره زرګونه کسان ورغلي وو.