زمبابوې کې وچکالۍ ۵۵ پیلان وژلي دي

په زمبابوۍ کې روانې سختې وچکالۍ او د څښلو د اوبو نشتون د دې هېواد په هوانګې ملي پارک کې د تېرو دوه میاشتو په موده کې ۵۵ پیلان وژلي دي. د دې پارک یو چارواکی وایي، وضعیت بوږنوونکی دی او پیلان د وچکالۍ له کبله مري.

د دې وچکالۍ له کبله په ټوله زمبابوۍ کې فصلتونه هم سخت زیانمن شوي دي. ویل کېږي چې د دې هېواد د وګړو درېیمه برخه خواړو ته سخته اړتیا لري، او ترڅنګ یې زمبابوې په سخت اقتصادي بحران کې هم راګېره ده.

په تېرو اګست میاشت کې د خواړو نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي وو چې زمبابوې کې کابو دوه میلیونه وګړي د خواړو د کمښت له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

د ځینو پیلانو مړي د اوبو له ډنډونو پنځوس متره لېرې موندل شوي. دا ښیي چې دوی د اوبو په تکل کې اوږد مزل کړی، خو چې بیخي ور نږدې شوي نو ساه یې ختلې.

د هنګواوې ملي پارک چارواکي وایي، دې پارک کې پنځلس زره پیلانو لپاره ځای شته، خو دا مهال پنځوس زره پیلان پکې اوسي، او کروندو ته یې هم سخته زیان اړولی.

د زمبابوې حکومت له دې پارک سره مالي مرسته نه کوي او چارواکي یې وایي، دومره بودیجه نه لري چې د څاګانو کېندنې ته دوام ورکړي.

په پارک کې د پیلانو د ګڼې ګوڼې له کبله ځینې وخت دا پیلان د خواړو په لټون کې بهر ته ووځي. چارواکي وایي، تر دې دمه همدې پیلانو سږ کال په شاوخوا کلیو کې ۲۲ کسان وژلي دي.

دغه وضعیت اقتصادي لامل هم لري. د زمبابوې اقتصادي بحران په دې معنا دی چې حکومت ژوبڼونو او دا ډول پارکونو لپاره بودیجه نه لري.

د ستونزې یو حال دا دی چې پیلانو پر نورو ژوبڼونو وپلورل شي. خو د حیواناتو د حقونو فعالان دا چاره ظالمانه بولي او وایي، په دې کار سره کوچني پیلان له خپلو کورنیو جلا کېږي او د چین په نامناسبو ژوبڼونو کې ساتل کېږي.