تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ننګرهار جومات چاودنه کې د وژل شویو کسانو جنازې وشوې
د افغانستان د ختيځ ولايت ننگرهار په هسکه مېنه کې د هغو ٦٧ کسانو جنازې وشوې چې پرون د جمعې د لمانځه پر وخت پر جومات د بريد په ترڅ کې وژل شوي وو. لا تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى.
طالبانو دا بريد غندلى دى. په هسکه مېنه کې داعش يا اسلامي دولت نومې ډله هم فعاله ده. د ننگرهار او له پلازمينې کابله يو پلاوى نن هسکې مېنې ته تللى چې پلټنه وکړي. ملگرو ملتونو له خپله اړخه هم د پلټنو اعلان کړى دى.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي، د تېرې شپې په پېښه کې ۳۶ تنه ټپیان دي چې لس تنه یې تر درملنې وروسته کورونو ته لیږدول شوي دي. دا چاودنه پرون د جمعې لمانځه پر مهال داسې حال کې وشوه چې یو رکعت لمونځ شوی و او دویم رکعت پیلېده.
نوموړي د شنبې په ورځ د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، دې برید کې ۳۵ کسان ټپیان شوي هم دي او د چاودنې له امله د جومات چت په بشپړه توګه نړېدلی دی.
بل لور ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرڅ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پرون ورځې برید وغانده.
چارواکي وايي، دا برید پرون د جمعې لمانځه پر مهال د چاودېدونکو توکو له امله شوی دی. خو ځايي خلک وايي، پېښه کې له ۶۵ ډېر کسان وژل شوي او تر شپېتو ډېر ټپیان دي.
ویل کېږي نږدې ۳۵۰ لمونځغاړي په لمونځ ولاړ و چې چاودنه وشوه.
غبرګونونه
کابل کې د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما یوه بیان کې د سرمنشي ګوتیرڅ له خولې له قرباني کورنیو سره د ژورې خواشینۍ او همدردۍ یادونه کړې ده. هغه د ټپیانو د ژر تر ژره جوړېدو هیله ښودلې ده او له افغان ولس او حکومت سره یې د ملګرو ملتونو پیوستون ښودلی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله دغه برید سخت غندل شوی دی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي:
''تروریستان او د دوی ملاتړي به هېڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي. ''
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او وسله والو طالبانو هم په کې لاس لرل رد کړي دي.
کابل کې د امریکا سفیر جان بس دا برید غندي او وايي، د هغو لمونځغاړو وژل د منلو نه دي چې سوله ییز ډول سره ټول او عبادت کوي:
"ټول افغانان حق لري چې امنیت کې ژوند وکړي او په ګډه عبادت وکړي".
کابل کې د ایټالیا سفارت دا برید غندلی او بوږنوونکی یې بللی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دا برید ترهګریز او "وحشیانه" بللی او له افغان حکومت او ملت په تېره د پېښې قربانیانو سره یې همدردي ښودلې ده.
د بښنې نړیواله اداره هم دا برید جنګي جنایت بولي او زیاتوي افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاتېدل نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.