تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې او روسیې ځواکونه "کوباني ته ننوتل"
د سوریې د انساني حقونو څار مرکز او المیادین شبکه وايي، د سوریې پوځ د روسي ځواکونو په ملتیا د دغه هېواد شمال کې کوباني ښار ته ننوت.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس هم رپوټوي چې سوریايي ځواکونه کوباني ته ننوتل.
له دې لږ مخکې رقه ښار ته هم د سوریايي ځواکونو د ننوتلو خبره وشوه.
د سوریې رقه ښار د اسلامي دولت یا داعش د واک او ځواک په اوج کې د دې ډلې یو مهم مرکز و.
کوباني ښار هم د کورد او داعش وسلوالو ترمنځ د جګړې مهم ډګر پاتې شوی دی.
هغه مهال له کورد ځواکونو سره د امریکا ملاتړ و.
د سوریې له شمال د امریکايي ځواکونو په وتلو او پر دغه سیمه د ترکیې او د هغو ملاتړو سوریايي وسلوالو برید پسې د سوریې مرکزي حکومت ته ژمن ځواکونه دې سیمو ته ننوتل، چې له کلونو راهیسې د کوردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو ایتلاف په واک کې وې.
انځورونه ښيي چې د سوریې بیرغوال پوځي ګاډي کوباني ته ننوځي. ویډیووې هم ښيي چې دغه ښار ته د سوریايي ځواکونو ننوتلو سره بیا هم د کورد ځواکونو بیرغ او د پي کې کې یا کردستان کارګر ګوند د مشری عبدالله اوجالان انځورونه لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل، پي کې کې ممکن له داعش بدتر ترهګریز ګواښ وي. د ترکیې حکومت دا ډله ترهګره بولي او وايي، سوریه کې فعالو خلک ساتي کنډکونه له پي کې کې سره تړلي دي.
ټاکلې ده د پنجشنبې په ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني.
ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په ورځ وویل، سوریه کې د ترکیې عملیات د امریکا ستونزه نه ده او وخت را رسېدلی چې امریکايي ځواکونه خپل کور ته ستانه شي. هغه وویل، "امریکا پولیسه نه ده" او د کوردانو په هکله یې وویل، "پرښتې نه دي".
کورد ځواکونه وايي، امریکا د ترکیې عملیاتو ته په شین څراغ ښودلو سره دوی له شا په توره ووهل.
د امنیت شورا بیانیه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې په ورځ د سوریې شمال ختیځ کې د ولسي وګړو د شرایطو خرابېدو او د داعش وسلوالو د تښتېدو د خطر په هکله اندېښنه وښوده
خو په دغه سیمه کې یې پر کورد وسلوالو د ترکیې عملیات نه دي یاد کړي، چې یوه اونۍ مخکې پیل شوي دي.
د ترکیې د عملیاتو له پیلېدو راهیسې د دې شورا پنځلسو غړو د تړلو دروازو تر شا له لیدنو وروسته د لنډې بیانیې په خپرولو بسنه کړط ده.
دې شورا تېره پنجشنبه د سوریې د شمال د وضعیت په هکله غونډه درلوده.
د ترکیې له عملیاتو په لسګونو زره ولسي وګړي له سیمې وتلي او د هغو زرګونو داعش بندیانو د برخلیک په هکله هم اندېښنې شته چې د کورد ځواکونو په بندونو کې دي.
د امنیت شورا د چارشنبې ورځې له ناستې وروسته، امریکا، چین، برتانیا، فرانسې، جرمني، پولنډ او بلجیم په جلا جلا ډول له ترکیې وغوښتل چې د سوریې شمال کې عملیات وځنډوي، خو بیانیه کې یې دې موضوع ته اشاره نه ده شوې.
په دا مهال دې شورا د داعش په ګډون د هغو ډلو د غړو د تیت پرک کېدو د خطر په هکله اندېښنه ښودلې چې ملګري ملتونه یې ترهګر بولي او هم یې د انساني شرایطو د خرابېدو د خطر په هکله اندېښنه ښودلې ده.