تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو څارونکي: کردانو د عربانو کورونه 'ویجاړ کړي'
د بشري حقونو یوه څارونکې ډله وايي، کرد وسلوالو د عراق په شمال کې د عربانو هغه کلي وران کړي، چې په دې وروستیو کې یې له داعش ډلې نیولي وو.
د بشري حقونو څارونکو د شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ادعا کړې، کرد وسلوالو په کرکوک او نینوا کې د عربانو کورونه په نښه کړي، خو د کوردانو کورونو ته یې زیان نه دی اړولی.
په رپوټ کې راغلي، چې د کلیو او کورونو دا ډول ورانول له دوو کلونو راهیسې پیل شوي او لا هم روان دي.
د کوردستان کورواکه ادارې چارواکي وايي، دا سیمې په تاریخي ډول د کردانو دي، خو د صدام حسین په واکمنۍ عربان پکې استوګن شول، چې له توکمیز او قومي پلوه دا سیمه بدله کړي.