هغه سړی نیول شوی چې د 'قیامت انتظار' لپاره یې اولادونه زنداني کړي وو

پولیسو د هلنډ هغې کورنۍ مشر نیولی چې د پولیسو په خبره له خپلو ماشومانو سره یو ځای یې د کرنیز فارم په تهکاوۍ کې د (قیامت انتظار) کاوه. پولیسو څو ورځې مخکې د دغې کورنۍ کسان له تهکاوه راوایستل.

د کورنۍ مشر د هغه اتریشي سړي له نیول کېدو وروسته رسمي شوی چې دغې کورنۍ ته یې کور په کرایه ورکړی و. پولیس وايي دې سړو خپله فرقه جوړه کړې وه او ځوانان یې جبراً په تهکاو کې ساتلي وو.

څو ورځې مخکې هالنډ پولیسو وویل، یو ۵۸ کلن سړی چې لومړی فکر کېده د کورنۍ مشر دی له شپږ نورو غړو سره چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۲۵ کلونو پورې دي، په یوه کرونده کې جوړ کور کې اوسېدل.

د ځايي ښاروالۍ مشر راجر دې ګروت وروسته وویل، چې دغه سړی نه خو د کورنۍ مشر دی او نه هم د کرنیز فارم څښتن. نوموړي زیاته کړه: ''داسې پېښه مې تر اوسه نه وه لیدلې. ''

پولیسو له هغې کروندې پنځه خویندې، وروڼه د دوی پلار او یو اتریشی سړی نیولي و. پر دغه سړي د پېسو سپینولو او جبراً د ماشومانو بندیانولو تورونه پورې شول. د پولیسو په وینا شپږ نیول شوي ځوانان چې عمرونه یې د اتلسو او ۲۵ کلونو تر منځ دي، څلور ښځې او دوه نارینه دي.

پولیس وايي، څلورو ځوانانو ۶۷ کلن سړی خپل پلار بللی، خو ځايي چارواکو نه ده تایید کړې. دغه سړی ګېرت جان وین ډي بلل شوی دی. داسې رپوټونه هم شته چې پولیسو له کروندې پریمانه پېسې موندلې دي.

د درینت سیمې خبري شبکې ار ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، د دوی په اړه هغه وخت حکومت او خلک خبر شول، چې یوه یې له ځايي شراب پلورنځي شراب وغوښتل.

د شراب خانې څښتن د دغې کورنۍ په اړه د معلوماتو موندلو په اړه ویلي:

''یو سړی راغی، د شرابو پنځه بوتلونه یې وغوښتل، خو وروسته یې راسره خبرې پیل کړې، ویل یې د کورنۍ نور غړي یې د زمانې وروستۍ ورځې ته منتظر ناست دي او دی ترې تښتدېدلی دی، له هغه وروسته مې پولیس پرې خبر کړل. ''

د پلورنځي څښتن زیاته کړه، ''دغه سړی په خورا ناوړه حالت کې و، وېښتان یې اوږده و، زاړه، خیرن کالي یې اغوستي و، ذهني حالت یې ګډوډ معلومېده او ویل یې چې له نهو کلونو راهیسې سلماني ته نه دی ورغلی. ''

که څه هم د ښاروالۍ مشر وايي، د اولادونو مور څه موده مخکې مړه شوې ده، خو تر اوسه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوې چې د کور مېرمن سره څه شوي دي او دغه کورنۍ له څه وخته راهیسې په ځمکتل کې اوسېدل.