تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه محصل ته سزا ورکړل شوې چې له چرسو یې کیک چمتو کړی و
هغه محصل ته د مخدره موادو زیانونو په هکله د مضمون لیکلو سزا ورکړل شوې چې له چرسو یې کیک چمتو کړی و او مني چې د پلور پلان یې درلود. پولیسو د زمبیا په کوپربیلټ پوهنتون کې د لومړي کال انجینرنګ پوهنځي محصل چیکوندا چیسیندیلا د دوشنبې پر ورځ نیولی و.
ځايي پولیس وايي، له ده سره نژدې یوه کیلو داسې کیک نیول شوی چې چرس یې پکې شامل کړي وو. وروسته یوه قاضي د سزا په توګه امر ورته کړی چې د مخدره موادو زیانونو او استعمال په تړاو ۵۰ مخه لیکنه وکړي.
محکمې هغه ته امر وکړ چې د نومبر له ۱۵ مې مخکې باید د لیکونو له لارې له خپل مور، پلار، پوهنتون مسئولینو او په هېواد کې د مخدراتو مخنیوي ادارې (ډي اي ایف) له چارواکو هم بښنه وغواړي.
قاضي نوموړي ته د دوو کلونو ځنډول شوې سزا هم ورکړي، چې له مخې به یې د بل جرم له کولو پرته دې موده کې عملاً زندان ته نه لېږل کېږي.
ډي اي ایف چارواکي وايي، دوی 'خورا سختې هڅې کړې ' چې هغه کسان ونیسي چې له چرسو چمتو شوي کیکونه پخوي.
دغې ادارې ځايي پوهنتونونو ته خبرداری ورکړی چې په کیکو کې او کلچو کې محصلینو ته د مخدره موادو رسېدلو په هکله خبردار اوسي. د زمبیا قانون له مخي چرس خطرناک مخدر مواد دي چې ساتل یې له قانونه سرغړونه ده.