تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ لیرې کولو هڅه: بل افشا کوونکی هم ګواهي ورکوي
وکیلانو ویلي، یوه بل امریکايي استخباراتي چارواکي د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاین کې له یوه بهرني هېواده د ولسمشر ټرمپ د احتمالي مرستې غوښتلو په اړه د ګواهۍ ورکولو هوډ کړی دی.
وکیل مارک زید اې بي سي خبري شبکې ته ویلي، دویم کس هم د استخباراتو چارواکی دی چې له عمومي څارونکي سره غږېدلی دی.
تر اوسه له سپینې ماڼۍ په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. ټرمپ څو ځلې د هغه پرضد راپورته شوي شکایتونه بې بنسټه بللي دي.
د دویم کس د انګیرنو په تړاو ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.
خو وکیل ویلي، دویم استخباراتي کس د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د جولای پر ۲۵مه د ټرمپ د ټیلیفوني خبرو په اړه په تړاو معلومات لري.
دا تیلیفوني خبرې پارلمان کې د تاوده بحث لامل وګرځېد چې د دیموکراتانو له خوا د ټرمپ د لیرې کېدو لپاره یې د څېړنو لاره پرانیسته.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ وویل، یو بل کس شته چې د معلوماتو وړاندې کولو په فکر کې دی او هغه د تیلیفوني خبرو د پایلو په تړاو "ډېر مستقیم معلومات" لري.
لا تر اوسه په ډاګه نه ده ویل شوې چې دا دویم کس وکیل زید دی.
له ټرمپ ولې پوښتنې کېږي؟
د سرغړونو یوه څېړونکي ویلي، ټرمپ له خپله واکه په ګټه اخیستو د اوکرایین له ولسمشر سره د تیلیفون خبرو له لارې د امریکا ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو کې د یوه بهرني هېواد مداخلې ته لار پرانیستې ده.
ویل کېږي ټرمپ د اوکرایین له ولسمشر نه د خپل ټاکنیز سیال جو بایډن په تړاو چې د دیموکرات ګوند استازی دی، د څېړنو غوښتنه کړې وه.
ایا دا ناقانونه کار دی؟
که دا ثابته شي چې دا کار شوی، له یوه بهرني اړخه د امریکا په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره د مرستې غوښتل ناقانونه عمل ګڼل کېږي. ټرمپ وايي دا تور لګول دي او ده کومه تېروتنه نه ده کړې.
څه پېښېدای شي؟
که د کانګرس غړي چې دیموکراتان پکې برلاسي دي، د ټرمپ د لیرې کولو په موخه له هغه سره د حساب کتاب پرېکړه وکړي، نو په مشرانو جرګه کې محاکمه رامنځ ته کېدای شي.
ایا ټرمپ لیرې کېدای شي؟
د ټرمپ د ملامتولو لپاره د مشرانو جرګې درېیمې برخې رایو ته اړتیا ده، خو جمهوریپال ګوند چې ټرمپ یې مشري کوي، پر مشرانو جرګې واکمن دی، نو پرضد یې د ډېرو رایو کارېدل لیرې خبره ده.
د مولر تحقیق په ډاګه کړې ده چې اوسنی ولسمشر د جرم په ترسره کولو نه شي تورنېدلی.
له دې تیلیفوني خبرو څو ورځې وړاندې ډونلډ ټرمپ له اوکراین سره د ۳۹۱ ملیونه ډالرو پوځي مرسته ځنډولې وه، خو اوس یې مخالفین وایي، نوموړي غوښتل له دې لارې پر اوکراین فشار راوړي چې د د ټاکنیز سیال جو بایډن د زوی هنټر بایډن په اړه پلټنې وکړي.