تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینې ماڼۍ غوښتل "د ټرمپ خبرې پټې وساتي"
د اوکراین له ولسمشر سره د امریکايي سیال د خبرو د ادعايي سرغړونو په هکله د امریکا د استخباراتي چارواکي شکایت کې ویل شوي چې سپینې ماڼۍ هڅه کوله د ښاغلي ټرمپ او ښاغلي زیلسنکي د خبرو جزیات پټ وساتي.
د دغه استخباراتي چارواکي له شکایت وروسته دا ټلیفوني خبرې خپرې شوې.
په دغه مکالمه کې ولسمشر ټرمپ له ښاغلي زیلنسکي غواړي چې د جوبایډین د زوی ممکنه اقتصادي فساد تعقیب کړي.
د ښاغلي بایډن زوی اوکراین کې د انرژۍ شرکت سره کار کوي.
د دغه استخباراتي چارواکي شکایت دا دی چې ښاغلي ټرمپ د خپل سیاسي سیال پرضد د دې مالوماتو بدل کې له اوکراین سره د پوځي مرستې ژمنه کړې ده.
د دې شکایت په متن کې راغلي، سپینې ماڼۍ د اوکراین له ولسمشر سره د ښاغلي ټرمپ خبرې په دود کمپیوټري سیستم کې نه دي ریکارډ کړې، بلکې ځانګړي او د پټو اسنادو اړوند سیستم کې یې زېرمه کړې دي.
د ښاغلي ټرمپ پرضد د دغه استخباراتي چارواکي دا څرګندونې سبب شوې چې د امریکا کانګرس کې ډیموکراټان په ولسي جرګه کې د نوموړي د استیضاح بهیر رسمي پیل کړي.
ډونلډ ټرمپ منلې چې له اوکرایني سیال سره خبرو کې یې اوکراین ته د څلور سوه میلیون ډالري پوځي مرستې د ورکولو مخه نیولې ده، خو زیاتوي د جوبایډن د زوی په هکله د پلټنو لپاره پر اوکراین د فشار اچولو لپاره یې دا کار نه دی کړی.
ښاغلي ټرمپ د ډیموکراټانو د استیضاح پروګرام هم خندوونکي بولي او زیاتوي، دوی د جمهوریپال ګوند له منځه وړل غواړي او جمهوريپال باید ورته یو پاتې شي.
د امریکا کانګرس غوښتنه وکړه چې د دغه استخباراتي کس شکایت خپور شي، خو د امریکا د اطلاعاتي ټولنې مدیر-چې د امریکا مختلف امنیتي او اطلاعاتي مرکزونه یې برخه دي- کانګرس ته د دې شکایت منځپانګه ونه سپارله.
د دې استخباراتي ټولنې مشر جوزف مګوایر د پنجشنبې په ورځ وویل، د ولسي جرګې د اطلاعاتو کمېټې ته د پنجشنبې په ورځ ورغی چې په دې تړاو وضاحت ور کړي.
ښاغلي مګوایر کانګرس ته وویل، موضوع بې مخینې او ځانګړې ده.
د دغه استخباراتي چارواکي شکایت کې پر ټرمپ تور لګېدلی چې له خپل قدرت یې ناوړه استفاده کړې، چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې یو بهرنی هېواد لاسوهنې ته وبولي.
د بارک اوباما ولسمشرۍ کې د هغه مرستیال جو بایډن راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند یو اصلي داوطلب نوماند دی.
ښاغلي ټرمپ مخکې له دې چې د ښاغلي بایډن د زوی موضوع را پورته کړي، ښاغلي زیلنسکي ته ویلي: امریکا ډېره ډېره له اوکراین سره ښه وه او نشم ویلي چې دا د اړتیا له مخې متقابل و.
د دغه استخباراتي چارواکي د شکایت د متن خپرېډو پسې ډیموکراټو څېرو پر ټرمپ د نیوکو لړۍ پیل کړه.
یوه ډیموکراټ سناتور او د ولسمشرۍ راتلونکي نوماند برني سنډرز وویل: دا پېښه د دې فاسد، بې قانونه او بې اخلاقه ولسمشر د چلن نښه ده.