تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر: د ولسمشر سيسي پر وړاندې مظاهرې دوام لري
دوه شپې کېږي چې په مصر کې د ولسمشر عبدالفتاح السيسي پر ضد مظاهرې روانې دي چې پکې اخ و ډب هم پېښ شوی او په لسګونو کسان نیول شوي. د سوز په بندري ښار کې نژدې ۲۰۰ کسان کوڅو او سړکونو ته ووتل او د ولسمشر د استعفا غوښتنه یې کوله.
د کسانو د نیولو ترڅنګ د اوښلن ګاز د کارولو رپوټونه هم ورکړل شوي. احتجاج چې د جمعې پر ورځ د قاهرې په تحریر میدان کې هم وشو پر ولسمشر السيسي د فساد تورونو تر لګېدو وروسته راوټوکېد.
مصریان ولې مظاهرې کوي؟
د ولسمشر سیسي په واکمنۍ کې چې په ۲۰۱۴ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې یې لومړنی په رایو ټاکل شوی ولسمشر محمد المرسي وپرځاوه او قدرت ته ورسېد مظاهرې ډېرې کمې ترسره شوي.
خو د خلکو قهر وروسته له هغه وپارېد چې مصري سوداګر محمد علي یو شمېر ویډیوګانې پر انټرنټ خپرې کړې چې پکې یې پر ولسمشر سيسي نیوکه کړې وه چې په میلیونونو پر مجللو استوګنځیو او هوټلونو لګوي، په داسې حال کې چې په میلیونونو مصریان په فقر کې ژوند کوي.
په تېرو څو کلونو کې، ځینو حقوقي ډلو پر مشرتابه د مخالفانو د ځپلو تورونه ولګول چې په وینا یې لسګونه زره مخالفان یې د زندان تیارو ته ورټېل وهلي دي، خو حکومت دا ډول تورونه ردوي او وايي چې دا کړنې یې د "ترهګرۍ" ضد هڅو په چوکاټ کې کړې دي.
مصریانو په اپریل میاشت کې د اساسي قانون د بدلونونو د تصویب لپاره رایه ورکړه چې ښايي ۴۴ سلنه یې د ښاغلي سیسي د واک موده تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې وغځوي.
د جمعې په ورځ په سلګونو کسانو د تحریر په میدان کې چې د ۲۰۱۱ کال د لویو مظاهرو پیل پکې وشو د سیسي پر ضد شعارونه ورکړل. هممهاله د هېواد په نورو برخو کې هم مظاهرې ترسره کېدې.
د اې اف پي خبري آژانس د لږترلږه ۷۴ کسانو د نیول کېدو رپوټ ورکړی، خو رسمي پخلی یې لا نه دی شوی.