تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عامه تشنابونو د جوړولو کمپاین
په برتانیا کې یوې کمپاین کوونکې ډلې پر سیاستوالو غږ کړی چې د عامه تشنابونو مسله دې جدي ونیسي او په ښارونو کې دې یې د بنسټیزو اړتیاو یوه برخه وبولي.
د برتانیا تشنابونو ټولنې ویلي چې عامه آسانتیاوې د بشري حقونو برخه ده او په دې برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته شي.
یو قانون چې په انګلنډ او وېلز کې یې عامه تشنابونه له تړلو ژغورل د پارلمان د ځنډېدو له امله له توشیح کېدو پاتې شو. د برتانیا حکومت ویلي چې تمه لري د پارلمان د کار له پیل سره یې غړي دې قانون ته بیا له سره کتنه وکړي.
د برتانیا تشنابونو ټولنې غړی رېمند مارتن وايي په داسې غونډو کې يې ګډون درلود چې د پارلمان غړو هڅه کوله چې عامه تشنابونه کم ارزښته وښيي، خو دی وايي چې "د خلکو د فکر بدلون غواړي ځکه د تشنابونو شتون د روغتیا، عزت او درنښت مسله ده. "
ښاغلي مارتن غږ وکړ چې سیاستوال دې د ښاروالیو ملامتول پرېږدي، "دا بېخي اړین دی. "
هغه زیاته کړه "زه داسې نړۍ نه غواړم چې خلک پکې د تشناب نه درلودو له امله په کوڅه کې خپل نس تش کړي. "
په برتانیا کې ښاروالۍ د تشنابونو د جوړولو مسول دي خو دمګړۍ دوی کوم قانوني مکلفیت نه لري. چارواکو د لګښت کمولو لپاره یو شمېر تشنابونه بند کړي.
په وېلز کې له ۱۰۰ تړلو شویو تشنابونو ځینې بېرته خلاص شوي.
لامل یې دا دی چې د ځینو مسولیت ټولنیزو ډلو، زړو مېرمنو او ټکسي چلوونکو اخیستی دی. له دې سره د ډېرو خلکو ستونزه آواره شوې په تېره بیا د هغو کسانو چې د باندې ګرځي او کار کوي.