تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر تشناب جنجال: ۷ کلنې ماشومې خپل پلار پولیسو ته بېولی
په هند کې یوې ماشومې خپل پلار له دې کبله پولیسو ته ور پېژندلی چې له خپلې ژمنې سره سم یې هغې ته په کور کې ټټۍ یا تشناب نه دی جوړ کړی.
۷ کلنه حنیفه زهرا د تامل ناډو ایالت په امبر ښار کې اوسي او ګېله کوي چې په خپل کور کې ټټۍ نه لري.
هغې پولیسو ته ویلي له هغه مهال راهیسې یې له خپل پلار نه د تشناب د جوړولو غوښتنه کړې وه چې دا په وړکتون کې وه.
هغه وايي شرمېږي چې په ازاده فضا کې رفع حاجت ته ځي او خلک ورته ګوري.
حنیفي پولیسو ته په خپله عریضه کې لیکلي پلار یې ورته ویلي وو که په خپل ټولګې کې ښې نمرې واخلي نو په کور کې به ورته تشناب جوړ کړي او اوس چې په ټولګې کې دوهم نمره ده بیا یې هم پلار ورته نن او سبا کوي.
هغې پولیسو ته لیکلي چې دا یو ډول ته دروغ دي مهرباني دې وکړي او د دې پلار دې ونیسئ او که یې نه نیسي نو لږ ترلږه یو لیکلی سند دې ترې واخلي چې کله به ټټۍ جوړوي.
د ټټیو یا تشنابونو ستونزه
په هند کې د ټټیو نشتوالی یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده.
یونیسف وایي، په دې هېواد کې کابو ۵۰۰ ملیونه خلک له کورونو بهر تر شنه اسمان لاندې خپل حاجت پوره کوي.
ځایي حکومتونو په ځینو سیمو کې تشنابونه جوړ کړي هم دي، خو ډېری خلک یې بیا هم نه کاروي.
حنیفې د بي بي سي تامل څانګې خبریالې کریتیکا کنان ته ویلي:
"زموږ په سیمه کې ځینو کورونو کې تشابونه شته. ما مې پلار ته وویل چې موږ ته هم کور کې تشناب جو کړي. زه به چې د حاجت له مخې بهر ته تلم نو خلکو به راته کتل. په دې کار سخته شرمېدلم".
حنیفه وایي، په ښوونځي کې یې دا زده کړل چې د ټټۍ نشتوالی او په بهر کې حاجت پوره کول د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
هغې پولیسو ته خپل لیک کې ویلي، که پلار مې نیولی نشئ نو لږ تر لږه په لیکلې بڼه دا ضمانت ورنه واخلئ چې کله به راته تشناب جوړوي.
پلار څه وايي؟
بي بي سي د حنیفې له پلار احسان الله سره هم په دې اړه خبرې وکړې.
هغه مني چې له لور سره یې د ټټۍ جوړولو ژمنه کړې وه، خو وایي چې اوس کار روزګار نه لري او د تشناب جوړولو پیسې هم ورسره نشته.
احسان الله وایي، له خپلې لور نه یې لږ نور وخت وغوښت، خو هغه ترې خپه شوه او خبرې یې ورسره نه کولې.
د پولیسو د ځایي تاڼې افسر وایي، حنیفه د دوشنبې پر ورځ له خپلې مور سره ټانې ته ورغله او د خپل پلار پر ضد یې شکایت ثبت کړ.
پولیسو احسان الله تاڼې ته ور وغوښت او ټوله کیسه یې ورته تېره کړه.
ځايي حکومت څه کوي؟
د حنیفې له دې بېساري شکایت وروسته ځایي چارواکي لاس پر کار شوي او ژمنه یې کړې چې د هغې په سیمه کې به ۵۰۰ تشنابونه جوړوي.
د هند حکومت هوډ لري چې تر ۲۰۱۹ کال پورې باید په دې هېواد کې هره کورنۍ خپل تشناب ولري، خو په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ نه دی شوی.