د عامه تشنابونو د جوړولو کمپاین

یوې ټولنیزې ډلې د ابرتېلېري د سېکس بلز پارک سیمه کې تشنابونه په خپل مسولیت بېرته پرانستل.

د عکس سرچینه، Lynne Pratten‎

د عکس تشریح، یوې ټولنیزې ډلې د ابرتېلېري د سېکس بلز پارک سیمه کې تشنابونه په خپل مسولیت بېرته پرانستل.

په برتانیا کې یوې کمپاین کوونکې ډلې پر سیاستوالو غږ کړی چې د عامه تشنابونو مسله دې جدي ونیسي او په ښارونو کې دې یې د بنسټیزو اړتیاو یوه برخه وبولي.

د برتانیا تشنابونو ټولنې ویلي چې عامه آسانتیاوې د بشري حقونو برخه ده او په دې برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته شي.

یو قانون چې په انګلنډ او وېلز کې یې عامه تشنابونه له تړلو ژغورل د پارلمان د ځنډېدو له امله له توشیح کېدو پاتې شو. د برتانیا حکومت ویلي چې تمه لري د پارلمان د کار له پیل سره یې غړي دې قانون ته بیا له سره کتنه وکړي.

د برتانیا تشنابونو ټولنې غړی رېمند مارتن وايي په داسې غونډو کې يې ګډون درلود چې د پارلمان غړو هڅه کوله چې عامه تشنابونه کم ارزښته وښيي، خو دی وايي چې "د خلکو د فکر بدلون غواړي ځکه د تشنابونو شتون د روغتیا، عزت او درنښت مسله ده. "

د برتانیا تشنابونو ټولنې غړی: "زه داسې نړۍ نه غواړم چې خلک پکې د تشناب نه درلودو له امله په کوڅه کې خپل نس تش کړي. "
د عکس تشریح، د برتانیا تشنابونو ټولنې غړی: "زه داسې نړۍ نه غواړم چې خلک پکې د تشناب نه درلودو له امله په کوڅه کې خپل نس تش کړي. "

ښاغلي مارتن غږ وکړ چې سیاستوال دې د ښاروالیو ملامتول پرېږدي، "دا بېخي اړین دی. "

هغه زیاته کړه "زه داسې نړۍ نه غواړم چې خلک پکې د تشناب نه درلودو له امله په کوڅه کې خپل نس تش کړي. "

په برتانیا کې ښاروالۍ د تشنابونو د جوړولو مسول دي خو دمګړۍ دوی کوم قانوني مکلفیت نه لري. چارواکو د لګښت کمولو لپاره یو شمېر تشنابونه بند کړي.

د تشنابونو ځینې ودانۍ چې شاړې پاتې وې د کور جوړولو په موخه خرڅې شوې.

د عکس سرچینه، Paul Fosh

د عکس تشریح، د تشنابونو ځینې ودانۍ چې شاړې پاتې وې د کور جوړولو په موخه خرڅې شوې.

په وېلز کې له ۱۰۰ تړلو شویو تشنابونو ځینې بېرته خلاص شوي.

لامل یې دا دی چې د ځینو مسولیت ټولنیزو ډلو، زړو مېرمنو او ټکسي چلوونکو اخیستی دی. له دې سره د ډېرو خلکو ستونزه آواره شوې په تېره بیا د هغو کسانو چې د باندې ګرځي او کار کوي.

د ویډیو تشریح، جرمني کې د "ښه تشناب" پروګرام څه دی؟