ډونلډ ټرمپ سعودي کې بریدونه د ایران کار بولي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، دا باوري خبره ده چې د سعودي د تېلو پر چڼځیو په برید کې ایران لاس لري.

خو زیاتوي چې دې برید ته له ځواب ور کولو مخکې نور ثبوتونه هم پکار دي، مګر هیله لري چې جنګ ونه شي.

نوموړي د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران مسوول دی، وویل: "ښه داسې ښکاري. هرو مرو تاسو خبروو... دا موضوع اوس ارزول کېږي."

د ښاغلي ټرمپ په خبره، په تاریخ کې تر امریکا بل کوم هېواد د جګړې لپاره تیاری نه دی لرلی:

"له دې هرڅه سره سره موږ غواړو له جګړې ډډه وکړو. زه جنګ نه غواړم. زه جنګ خوښی نه یم."

د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو مخکې د امریکا دفاع وزیر هم وویل، دغه هېواد د سعودي عربستان پر تېلي مرکزونو برید ته د غبرګون ښودلو لپاره ته تیارېږي.

د دفاع وزیر مارک اېسپر د سعودي پر تېلي مرکزونو برید بې ساری وباله:

"د امریکا پوځ، زموږ له بېړنۍ ډلې سره، دې بې مخینې برید ته د رسېدو لپاره له خپلو شریکانو سره همکارۍ او د نړیوال قانون د ولاړ نظم د دفاع لپاره همکاري کوي، چې ایران یې کمزوري کول غواړي".

خو هغه دا ونه ویل چې واشنګټن به څه غبرګون وښيي.

سعودي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یمن کې حوثي وسلوال وايي، برید دوی کړی دی.

یمن کې د حکومت ضد وسلوالو حوثیانو د دې برید مسؤولیت منلی، خو ځینې امریکايي چارواکي ایران په دې برید کې په ښکېلتیا تورنوي، مګر تهران دا تورونه ردوي.

له دې مخکې د امریکا حکومت د سعودي له لمبه شویو تېلي بټیو سپوږمکۍ انځورونو خپرولو او اطلاعاتي سرچینو سره وویل چې دې دوو بریدونو کې ایران لاس لري.

ښاغلی اسپر وايي، د اونۍ وروستیو کې یې د دې بریدونو په تړاو د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان او د عراق دفاع وزیر سره خبرې کړې دي.

هغه سپینه ماڼۍ کې له لیدنې وروسته دا خبرې کولې چې پکې د وسلوالو ځواکونو لوی قومندان ته د وروستي حالت رپوټ ور کړل شو.

تېره شنبه د سعودي د تېلو پر بټیو برید وشو او یمن کې حوثیانو د دې برید مسؤولیت ومانه.

خو امریکايي چارواکي دا برید د دې ډلې له وس پورته بولي او ایران ته ګوته نیسي، مګر تهران دا تورونه ردوي.