مېرمن بندخونه کې له مرستې پرته ماشوم زېږولی

د امریکا د کلوراډو په ډېنوېر ښار کې یوې مېرمنې وروسته له هغې د زندان پر چارواکو عریضه کړې چې وايي، په بندخونه کې یې په یوازېتوب کې پرته له دې چې څوک ورسره مرسته وکړي، ماشوم زېږولی.

ډیانا سانچېز ادعا کوي "اړ کړای شوې چې په یخه اوږده څوکۍ او په بندخونه کې په تنهايۍ ماشوم وزېږوي."

هغې ویلي، د زندان مسولان پوهېدل چې نوموړې څو ساعته په سخت حالت کې وه، خو وايي له پامه غورځول شوې.

په یوه ویډیو کې نوموړې ښکاري چې حالت یې ښه ندی او بندخونه کې هاخوا دېخوا ګرځي.

د ډینوېر چارواکو بي بي سي ته ویلي، په دې اړه یې پلټنه پیل کړې او تر اوسه څلورو کسانو ورته پېښه تایید کړې ده.

دا قضايي دوسیه دوه ورځې وړاندې ثبت شوې ده، پکې د ډېنوېر د روغتیا مرکز او د شپږو تنو پروړاندې شکایت شوی دی چې دوی خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، اغلې سانچیز تېر کال د جولای پر ۱۴ د غلا په تور په دې زندان کې بندي شوې وه.

نوموړې ویلي، د بندي کېدو پرمهال یې روغتیايي کارکوونکو ته خبر ورکړی و چې د اته میاشتو میندواره ده.

د زېږون پر ورځ سهار یې اته وارې د زندان مسولین خبر کړي و چې د زېږون دردونه پرې راغلي، خو مدافع وکیلانو یې ویلي، هغې په بندخونه کې داسې حالت کې چې هېڅوک یې ترڅنګ نه و او هېڅ طبي امکانات یې هم نه درلودل، خپل ماشوم زېږولی.

دوی وايي، شاوخوا پنځه ساعته نوموړې په سخت حالت کې وه او هېچا یې مرسته نه ده کړې.