ناروغو میندوارو ښځو ته د درملنې په اړه معلومات ورکول څومره مهم دي؟

برتانوي خیریه موسسې وايي، دوه پر دریمه برخه د سختې ناروغۍ درلودونکو میندوارو ښځو ته د هغوی د درملنې یا داروګانو په اړه کافي مالومات نه ورکول کېږي.

د ۴۰۰ ښځو یوې سروې یا څېړنې موندلې هغه ښځې چې د میندوارۍ په وخت کې کانګې کوي، نیمې برخې یې ویلي چې روغتیايي پالنې ته لاسرسی ورته ګران و.

د میدریس په نامه طبي مجله وايي د میندوارۍ د وخت د کانګې ناروغي دومره بده وه چې هرکال۱،۰۰۰ تنو ښځو غوښتل چې میندوارۍ ختمه او خپل اولاد ضایع کړي.

خو ځینو روغتونو ویلي چې د دې ناروغۍ ښه درملنه شونې ده. د برتانیا د ملکې د لمسي مېرمنې کېټ (کېمبرېج ډاچټ) هم داسې ناروغي درلوده.

یوه پخوانۍ ناروغه جېس لووي وايي د ښې روغتیايي پالنې ترلاسه کولو له امله يې د میندوارۍ له ختمولو ډډه وکړه.

هغه وايي چې د لومړنۍ میندوارۍ په وخت کې یې کانګې درلودلې چې'' ډیره سختې وه. د میکروبي ناروغۍ په پرتله هم سخته وه''، خو وايي دویمه میندواري یې'' ډېره وحشتناکه'' وه.

هغه وايي '' داسې مې احساس کاوه لکه چې مړه کېږم. ناروغي مې د میندوارۍ په ترڅ کې له وخت نه مخکې پیل شوه، او د زغملو وړ نه وه. ''

مېرمن لووي زیاتوي:'' پرلپسې مې زړه بدیده او کانګې مې کولې. هیڅ شی مې له ستوني تېرولای نه شو، ان اوبه او کنګل هم.''

جیس لووي د خپلو دواړو ماشومانو په وخت کې د میندواري ډیره سخته ناروغي درلوده.

خوراک يې نشو کولای او ډېر وزن یې بایللی و.

داسې حالت ته ورسېده چې ان له بستره پورته کېدی نشوای.

د برتانیا د سوینډن د ښار په یو روغتون کې د درملنې له ترلاسه کولو وروسته یې وضعه ډېره بدله شوه.

د مور په ګېډه کې د ماشوم لومړنۍ معاینې ډاډمنې وې او د بدن د اوبو د پوره کولو لپاره ورته د رګونو له لارې مایعات ورکړل شول. ورپسې ورته د کانګې ضد داروګان هم ورکړل شول.

جیس لووي وايي:''په پایله کې ما وکړای شول د خپلې لور پالنه وکړم چې هغه وخت درې کلنه وه، خو سره له دغه هم آسانه کار نه و.

'' زه پرېشانه او یواځې وم او د خپلې غټېدونکې خېټې سره مې دلچسپي نه درلوده، خو راباندې تېره شوه.''

د میندوارۍ د ناروغۍ د ملاتړ خیریه موسسه، چې د پلېموت پوهنتون سره یې په ګډه دا څېړنه کړې وايي، د میندوارۍ د ناروغۍ د درملنې لپاره د ځینو داروګانو د خطرونو په اړه ښځو ته سمه لارښوونه نه وه شوې، ځینې دا داروګان اصلاً بې خطره ول.

دا خیریه موسسه وايي چې په روغتونو کې باید د ښځو د دغې ناروغۍ په اړه نورې څانګې جوړې شي. هرکال نژدې ۱۰،۰۰۰ ښځې پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

په روغتونونو کې له بستري کېدو پرته کېدای شي د ورځې له خوا په تخصصي څانګو کې دغه ښځې د روزل شویو کارکوونکو له خوا ځانګړې پالنه ترلاسه کړي او په روغتون کې د اوږدې مودې لپاره پاتې نه شي.

دا د هغو ښځو لپاره ډېره مهمه ده چې په کورکې نور ماشومان هم لري.

څېړنې دا هم ښودلې د دې پرځای چې د ورځې له خوا په ځانګړو تخصصي څانکو کې د ښځو درملنه وشي، څلور وار زیاتې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیول کېږي.

په برتانیا کې ۲۲ ورځنۍ تخصصي څانګې شته.

د څېړونکو مشره، کایتلین ډین، چې د میندوارۍ د ناروغۍ د ملاتړ خیریه موسسې مشره هم ده وايي، د میندوارۍ د کانګې ناروغۍ په اړه د ډاکترانو او روغتیاپالو د پوهې ښه والی د ښځو لپاره ډېره ګټه رسوي.

هغه وايي'' کله چې ښځې وايي ځورېږي له روغتیايي کاروکوونکو هیله لري چې د دوی پر دې خبرې شک ونه کړي''.

مېرمن ډین وايي: '' هغوی د داروګانو په اړه بنسټیز، دقیق مالومات غواړي، او له روغتیايي کارپوهانو څخه غواړي چې په عزت او درناوي سره یې درملنه وکړي.''