تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''د ملګري فېسبوک پوسټ له کبله زما د امریکا ویزه رد شوه''
یو فلسطینی زلمی چې هارورډ پوهنتون کې داخله ورکړل شوې وايي، امریکايي چارواکو یې د خواله رسنۍ یوه ملګري پر پوسټونو د اعتراض له کبله د ده ویزه رد کړه.
اسماعیل عجوي چې لبنان کې اوسي وايي، بوسټن هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته تر څو ساعتونو پورې ترې پوښتنې ګروېږنې شوې دي. ۱۷ کلن عجوي وايي، د هوایي ډګر چارواکو یې د لپ ټاپ او موبایل له کتلو وروسته ویزه لغو کړه.
دی وايي، سره له دې چې هغوی ته یې وویل، د ملګري له پوسټ سره هېڅ سروکار نه لري، خو د امریکا لپاره د (منلو وړ) و نه بلل شو.
د ګمرکونو او پوله ساتونکو ادارې (سي بي پي) ویاند میکایل مکارتهې په دې تړاو وايي، ''پرېکړه د سي بي پي د موندل شویو معلوماتو پر بنسټ شوې. '' نوموړي د سري یا پټو معلوماتو په نامه د ځانګړې قانون له کبله په دې تړاو له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
ښاغلي عجوي چې په امریکا کې د لوړو زده کړو لپاره سکالرشپ ورکړل شوی و، له هغه وروسته لبنان ته ستون شوی دی. بل لور ته هاورډ پوهنتون چارواکي وايي، دوی ''د محصل له کورنۍ او اړوند چارواکو سره اړیکه کې دي چې د سپتمبر پر درېیمه د درسونو له پیله مخکې دغې موضوع ته یو حل وموندل شي. ''
نوموړي سره د امریکا یوې خیریه ټولنې لخوا قانوني چارو کې هم مرسته شوې ده. په تېره جون میاشت کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکو وویل، د نویو قوانینو له مخې نژدې ټول ویزه غوښتنلیکونه باید د اړوند کس په تړاو د خواله رسنیو معلومات هم ولري.
له دې سره امریکايي چارواکو ویلي وو، دغه هېواد ته سفر کوونکي باید د خواله رسنیو معلوماتو او نومونو وړاندې کولو تر څنګ باید د پنځه کلونو مودې کې استعمال کړي، ټیلیفون شمېرې او برېښنالیکونه هم باید وړاندې کړي.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت لومړی ځل دغه قوانین د ۲۰۱۸ کال مارچ میاشت کې وړاندې کړ او د امریکايي چارواکو هغه مهال د اټکل له مخې به هر کال ۱۴ اعشاریه یو میلیون کسان له دې کبله اغېزمن شي. د ځینو رسمي او یا دیپلوماتیکو غوښتنلیکونو لپاره دغه ځانګړې غوښتنه نه کېږي.