''په تاریخ کې د قرباني شویو ماشومانو تر ټولو لوی ډله ییز قبرموندل شوی''

پیرو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې دغه ټول ماشومان د معبودانو خوشحالولو لپاره قرباني شوي دي

پیرو کې لرغونپوهانو د ماشومانو یو داسې ډله ییز قبر موندلی چې ګومان کېږي په تاریخ کې د ماشومانو تر ټولو له لویې قربانۍ وروسته خښ شوي شوي دي.

د پیرو پلازمېنې لیما ته نژدې یوه ساحلي سیمه کې د دغو ۲۲۷ ماشومانو ډله ییز قبر موندل شوي دی چې عمرونه یې د پنځو او ۱۴ کلونو تر منځ ښکاري. لرغونپوهان په دې باور دي چې دغه ماشومان نژدې ۵۰۰ کاله مخکې قرباني شوي دي.

پیرو کې نژدې یو کال مخکې د ۲۰۰ قرباني شویو انسانانو پاتې شوني دوو نورو ځایونو کې هم موندل شوي وو. لرغونپوهانو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، کله چې دوی دغه مړي له خاورو را وایستل، د ځینو پر هډونو پوټکی او وېښتان لا هم پاتې وو.

پیرو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د چیمو قبیلې په عبادتونو کې قرباني ورکول معمول و

د ماشومانو پر مړيو داسې نښې نښانې لیدل کېږي، چې د لمدبل موسم کې وژل شوي، مخونه یې د سمندر لور ته ګرځول شوي او ښايي هدف یې د چیمو معبودانو خوشحالول وو، خو دا معلومه نه ده چې کوم کال کې دغه ماشومان قرباني شوي دي.

چیمو د پیرو په شمالي ساحلونو کې مېشته قبیله وه او داسې باور کېږي چې خپل وخت کې د سیمې یو زورور مدنیت و. دوی د ۱۲۰۰ او ۱۴۰۰ تر منځ د سیمې واک درلود، چې وروسته اینکا قبایلو مغلوب یا لاندې کړل او د هغو ځای بیا اسپانویانو ونیو.

پیرو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، لرغونپوهان وايي، ګومان کېږي چې نور مړي هم وموندل شي

دوی د (شای) نومې یوې سپوږمۍ عبادت کاوه، چې د اینکایانو برعکس یې باور درلود، د لمر پرتله ډېره ځواکمنه ده. د دوی په عبادتونو کې د رضاکارو قرباني معمول و.

په سیمه کې اوس هم کېندنې روانې دي او لرغونپوهان ګومان کوي نور مړي هم ښايي وموندل شي. د کېندونکو لرغونپوهانو ډلې مشر فیرین کاسټیلو اې ایف پي خبري اژانس ته وویل:

''له ماشومانو سره داسې کړنه له کنټروله وتلې ښکاري، هر چېرې چې کېندنه کوو، یو مړی راووځي. ''