عربان ولې د پاکستان پر ځای له هند سره ولاړ دي؟

مودي هرکلی

د عکس سرچینه، @MOHAMEDBINZAYED

د عکس تشریح، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي متحده عربي اماراتو ته ولاړ نو هلته یې نه یوازې خورا تود هرکلی شو، بلکې د دغه هېواد تر ټولو ستر ملکي مډال (زاید مډال) ورکړل شو.
    • Author, مرزا اي بي بیګ بي بي سي
    • دنده, ډیلی

له هغې ورځې وروسته چې هند په خپل اساسي قانون کې بدلون راوست او تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ایالت ځانګړی حیثیت یې ختم کړ، دې سیمې ته د نړيوالې ټولنې پام واوښت.

پاکستان بیا اسلامي هېوادونو ته ګوري چې په دې تړاو به غږ پورته کړي.

کشمیر ته معمولاً د هند او پاکستان تر منځ د یوې خپلمنځي موضوع په نظر کتل کېږي، خو کله چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دې موضوع خبرې وشوې، په ځانګړې توګه د نړۍ لر او بر کې له مېشتو کشمیریانو سره داسې فکر راپورته شو چې ښايي دغه موضوع پر نړیواله کچه راپورته شي.

خو کله چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي متحده عربي اماراتو ته ولاړ نو هلته یې نه یوازې خورا تود هرکلی شو، بلکې د دغه هېواد تر ټولو ستر ملکي مډال (زاید مډال) ورکړل شو.

دې سره سره متحدو عربي اماراتو د هند موسس مهاتما ګاندي د زوکړې سلمې کلیزې په مناسبت د پوست یو ځانګړی ټکټ هم خپور کړ. دې سره ثابته شوه چې د منځني ختیځ یا عربي نړۍ لپاره هند د کشمیر تر موضوع زیات مهم دی. د متحدو عربي اماراتو ولیعهد شهزاده محمد بن زاید النهیان خو خپل هېواد د هندي لومړي وزیر (دویم کور) وباله.

روان کال ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان هند ته سفر وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روان کال ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان هند ته سفر وکړ.

پر دغه موضوع د خبرو پر مهال سعودي عرب کې د هند پخوانی دیپلومات تلمیذ احمد وايي:

''د کشمیر په تړاو د لوېدیځې اسیا هېوادونو کې داسې فکر کېږي چې دا د هند او پاکستان تر منځ موضوع ده چې باید دوی یې خپله حل کړي. دا یوه نړیواله موضوع نه ده او اوس چې هند تر خپل کنټرول لاندې کشمیر ته ورکړی ځانګړی حیثیت بېرته اخیستی، دا دوه اړخیزې پر ځای هم په بشپړه توګه د هند کورنۍ او قانوني موضوع ده او په لوېدیځه اسیا کې هر مشر په دې پوهېږي. ''

د نړیوالو چارو لپاره د هند فکري مرکزونو نړیوالې شورا غړی فضل الرحمان دغه موضوع داسې تشریح کوي:

''نړیوال سیاست د پراګماتیزم (د عملي مسایلو لپاره اړیکي) دور ته داخل شوی دی. اوس د اصولو او اخلاقیاتو زمانه تېره ده. که امریکا ته وګورئ او که اروپا ته، هر لور ته سیمه ییز او عملي معاملات تر سترګو کېږي. ''

نوموړی زیاتوي د تېرو لسو کلونو موده کې له هند سره د لوېدیځې اسیا یا منځني ختیځ هېوادونو رویه په بشپړه توګه بدله شوې ده.

ارامکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي نفتو کمپنۍ ارامکو هند کې ستره پانګونه کوي

تلمیذ بیا وايي، له عربي نړۍ سره د هند اړیکو کې ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال بدلون راغی چې د هند هغه وخت بهرنیو چارو وزیر جسونت سینګ سعودي عرب ته سفر وکړ او دی په هغه هېواد کې د هند سفیر و. نوموړی وايي:

'' ۲۰۰۱ کال کې له عربي نړۍ سره زموږ خبرې پیل شوې او جسونت سینګ له سعود الفیصل سره نژدې درې ساعته وغږید. په دې خبرو کې سعود الفیصل د کشمیر په تړاو د خپل دریځ یوه لیکلې پاڼه ولوسته او زموږ بهرنیو چارو وزیر ورته وویل، چې ستاسې له یوې کلیمې او یوې خبرې سره هم اختلاف نه لرو. ''

تلمیذ احمد وايي، له هغه راهیسې د هند او سعودي عرب خپلمنځي اړیکي پیل شول، چې پکې له نورو هېوادونو سره د اړیکو له کبله هېڅ بدلون نه راځي. دغه اړیکي ۲۰۰۶ کې هغه وخت نور تاوده شول چې پاچا عبدالله بن عبدالعزیز د هند جمهوریت ورځې په مناسبت خاص مېلمه کړل شو او روان کال ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان هند ته سفر وکړ.

مظاهره

تلمیذ احمد وايي، پیل کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې د اقتصادي همکارۍ او انرژۍ پر برخو ټینګار کېده، خو ۲۰۱۰ کال کې له ریاض سره ستراتېژیکه ملګرتیا اعلان شوه. له تلمیذ احمد نه پوښتنه وشوه چې ایا له هغه وروسته له پاکستان سره د عربي هېوادونو اړیکي ساړه شول؟

''بهرنیو چارو کې داسې نه کېږي چې له یوه سره له اړیکو جوړولو وروسته له بل سره اړیکي له مخنځه یوړل شي، د لوېدیځې اسیا هېوادونه له ډېرې مودې راهیسې له پاکستان سره اړیکي لري، خو اساس یې مختلف دی. دوی په سړه جګړه کې ملګري وو، د طالبانو په پرمختګ کې شریکان وو او اوس چې په افغانستان کې د سولې خبرې کېږي، دې کې هم ملګري دي، دوی له پاکستان سره د پوځي اړیکو زیاتول غواړي، خو دا له هند سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې له هند سره د دوی په اړیکو کې د انرژۍ، اقتصادي همکاري، ستراتيژیکه همکاري او له ترهګرۍ سره د مبارزې مسایل راځي. ''

بل لور ته فضل رحمان وايي، د هند او عربي هېوادونو تر منځ اړیکي دوه مهمې برخې لري:

''یوه د اقتصاد موضوع ده او بله هم له ترهګرۍ سره جګړه ده او دواړو کې د هند ګراف مخ پر لوړه دی. تېرو لسو کلونو کې هند اقتصادي پرمختګ کړی او له ترهګرۍ سره جګړه کې هم د هند غږ په نړیواله کچه اورېدل کېږي، خو بل لور ته په دواړو برخو کې د پاکستان ګراف مخ پر ځوړ دی. ''

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان شکایت کوي چې خپله د ترهګرۍ ښکار دی، نوموړی وايي:

''نړیواله ټولنه وايي، کېدای شي همداسې وي، خو پاکستان انکار نه شي کولای چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې جدي نه دی. ''

د نوموړي په خبره د پاکستان اقتصاد اوس دومره کمزوری شوی چې سعودي عرب او متحدو عربي اماراتو ته د یوه بار په توګه ښکاري او د پاکستان له بهرني سیاست سره د دوی اختلاف اوس څرګند ښکاري:

''عربي هېوادونو کې داسې فکر کېږي چې پاکستان یې اوس د پخوا په څېر په یمن، سوریې او لبنان کې ملاتړ و نه کړ، بلکې په یمن کې یې د پوځ له استولو انکار وکړ. ''

نوموړی زیاتوي، ''اوس چې کوم نوی نړیوال سیاست رامنځته کېږي، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له امریکا سره هند، اسراییل او اروپايي هېوادونه شامل دي، خو پاکستان په شعوري یا غیر شعوري توګه ګوښی کېږي. ''