مودي ته د اماراتو مډال پاکستانیان په غوسه کړي

مودي مډال

د عکس سرچینه، AFP

په داسې حال کې چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د هند حکومت تازه اقدام پر ضد د اسلامي هېوادونو یو موټی کولو لپاره د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هلې ځلې کوي، د خلیج یوه مهم هېواد عربي متحدو اماراتو هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د دغه هېواد تر ټولو ستر ملکي مډال (زاید مډال) ورکړی دی.

عمران خان له دې مخکې د اګست پر ۱۴ د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې د نړۍ یو نیم میلیارد مسلمانان د کشمير پر موضوع یوه خوله دي، خو په خبره یې واکمنو کې اتفاق نه شته.

بل لور ته ابوظهبي ته د نرېندرا مودي له رسېدو وروسته د ابو ظهبۍ ولیعهد شاهزاده وویل، ډېر خوښ دی چې ورور نرېندرا مودي یې خپل دویم کور ته ورسېد.

نریندرا مودي ته د زاید مډال له ورکول کېدو یوازې څو ساعته وروسته د پاکستان مشرانو جرګې یا سنا مشر صادق سنجراني متحدو عربي اماراتو ته خپل سفر لغوه کړ. ښاغلي سنجراني په دې تړاو وویل، ''نریندرا مودي په کشمیر کې ظلم وکړ او متحدو عربي اماراتو مډال ورکړ. داسې حال کې به متحدو عربي اماراتو ته سفر کول له کشمیریو میندو، خویندو او مشرانو سره ظلم وي.''

له دې مخکې د اګست پر ۱۹ د برتانیا پارلمان یوې غړې ناز شاه د متحدو عربي اماراتو ولیعهد محمد بن زاید النهیان ته په یوه لیک کې د کشمیر موضوع ته په اشارې سره له نوموړي غوښتي وو چې هندي لومړي وزیر ته د مډال ورکولو پر پرېکړې له سره غور وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

له دې مخکې عربي متحدو اماراتو دغه مډال د روسيې ولسمشر ولادیمر پوتین، ملکې الېزابت او چینايي ولسمشر شي ژینګ پین ته ورکړی دی.

د مډال له اخیستو وروسته ښاغلي مودي ویلي، 'د دغه درناوي له ترلاسه کولو وروسته ویاړ محسوسوي.'

بل لور ته پاکستان کې پر رسنیو په دې اړه خورا تاوده بحثونه پیل شوي دي. د پاکستان مشهورې ډان ورځپاڼې په دې اړه لیکلي دي 'د زاید مډال اخیستونکو په ډله کې د نرېندرا مودي شاملېدل ښيي چې هند د متحدو عربي اماراتو لپاره څومره مهم دی.'

هند له عربي متحدو اماراتو د خامو تېلو پېردونکو په ډله کې دریم ځای لري. هند یو خورا ستر بازار دی او یو لوی شمېر هندیان په متحدو عربي اماراتو کې کاروبارونه کوي یا دندې لري.

پاکستاني خبریال حامد میر بیا د مېرمن ناز ستاینه کړې چې د ده په خبره، 'فاشست مودي ته د عربي متحدو اماراتو له لوري د مډال ورکولو پر پرېکړه لوی لوی مسلمان مشران پټه خوله پاتې شول، خو یوې زړورې پارلمان غړې اعتراض وکړ او په دې توګه یې د پاکستانیانو او کشمیریانو د احساساتو ترجماني وکړه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د مډال له تر لاسه کولو وروسته هندي لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، 'څو شېبې مخکې په زاید مډال ونازول شوم، د یوه شخص پر ځای دا مډال د هند کلتوري ارزښتونو او میلیونونو هندیانو ته ډالۍ دی.'

مشهور پاکستاني خبریال سلیم ساپي په دې تړاو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته مشوره ورکړې چې له دې پېښې وروسته باید د پاکستاني پوځ پخوانی مشر راحیل شریف چې اوس د اسلامي هېوادونو یوه پوځي اتحاد مشري کوي، اجازه لیک لغو کړي او بېرته یې پاکستان ته وغواړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

زاید مډال د متحدو عربي اماراتو د لومړني مشر شیخ زاید بن سلطان النهیان په نامه ورکول کېږي او ښاغلي مودي ته د دې مډال ورکړه په اپریل کې اعلان شوې وه.

هغه مهال اماراتو چارواکو ویلي وو چې د هند او متحدو عربي اماراتو تر منځ د اړیکو ډېرې پیاوړتیا لړ کې د هلو ځلو له کبله ښاغلي مودي ته دغه مډال ورکول کېږي.