تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې اووه؟ ولې جي اووه؟ او ګڼې نورې پوښتنې
د 'اوو' غړي یا جي اووه هېوادونه د فرانسې په بیاریتز ښار کې سره راټول شوي څو په راتلونکو دوو ورځو کې سره کښیني او خبرې وکړي. دې هېوادونو له ځانګړو مسئلو څخه ان تر څو اړخېزو، دوه اړخېزو او لویو نړیوالو مسئلو پورې، د اوو غړیو هېوادونو په کنفرانس کې خبرې اترې کېږي.
خو ولې اووه؟ ولې دا اووه هېوادونه؟ او په بنسټیز ډول ولې له اوو هېوادونو جوړه ډله؟
دا د اوو ډله څوک ده؟
د اوو نړیواله ډله د نورو نړیوالو ډلو په څېر یوه ډله ده.
د دې ډلې د غړو هېوادونو د راپورونو پر اساس دوی د نړۍ "اوو پرمختللي اقتصاد" هېوادونه دي: "کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا (د اروپا استازی هم په دې ډله کې شته چې ۲۸ اروپايي غړو استازیتوب کوي.)" خو دا د "پرمختللي اقتصاد" جمله تشریح کېدونکې ده چې ګڼ تعریفونه لري.
په اوس وخت کې د دې ډلې غړي ادعا لري چې دوی د نړۍ په کچه تر ټولو صنعتي اقتصادونه لري خو رښتینې خبره بیا دا ده چې اوس د اوو کلونو لپاره 'G7' له اقتصادي کلب څخه په سیاسي - نظریاتي کلب بدل شوی او د دې غړي ناڅرګند دي چې یادونه یې وشي.
د جي اووه په اړه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په وېب پاڼه کې ټینګار شوی چې دا ډله ارزښت لرونکې ده "سوله، امنیت او د ټولې نړۍ برخلیک ټاکونکې ده. د ازادۍ او بشري حقونو، ډیموکراسۍ، د هوساینې او دوامدار پرمختګ سره د قانون حاکمیت" د دې ډلې ارزښتونه یاد شوي دي.
په دې توګه ان که چین په دې خصوصي ملکیت کلب کې یوه ورځ د "پرمختللي" اقتصادونو ادعا کولو کې بریالي شي، ننوتل به یې د پام وړ نظریاتي خنډونو سره مخ شي چې د لویدیځې ټولنې له خوا د "غربي ارزښتونو" په توګه هڅول کېږي او په ځینو نورو ټولنو کې د دې بېلابېل تفسیرونه شته.
جي اووه ډله له کومه راغله؟
لومړۍ نظریه په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د هغه وخت د فرانسوي ولسمشر ویلري ګیسارډ ډیسټین او د لویدیځې جرمني له صدراعظم هیلمټ شمیت له خوا وړاندې شوه.
دواړو اروپايي مشرانو، د سړې جګړې پر مهال چې د دوی د انرژي او د وخت یوه مهمه برخه نړیوال سیاست ته وقف کړه، څلور نورو هېوادونو ته یې بلنه ورکړه چې په ګډه د "نړیوال اقتصادي فورم" رامنځته کړي.
دې څلورو هېوادونو 'بریتانیا، ایټالیا، جاپان او امریکا' چې مشران یې په سویل پاریس کې د جرمني او فرانسوي مشرانو سره کیناستل او د 'جي شپږ' په نوم یې د یوه نړیوال سازمان د جوړولو بنسټ کېښود.
په ۱۹۷۶میلادي کال کې کاناډا له دې ډلې سره یوځای شوه چې دا ډله یې په 'جي اوو' باندې بدله کړه.
دا سازمان د کلونو لپاره په جي اوو پاتې شو او غړي یې د ستونزو د حل لپاره وپیژندل شول په ورته وخت کې دا سازمان ورو- ورو د عزت او وقار په یوه کلب بدل شو، کوم چې نه یوازې دا د دې د غړو لپاره یو امتیاز وو، بلکې د هغې شتون د ډیپلوماتیک بریا په توګه و.
په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په دې سازمان کې لوی بدلون رامنځته شو چې روسیه هم د دې سازمان غړې شوه او 'جي اووه' په 'جي اته 'بدله شوه. د یو هېواد لپاره لوی امتیاز چې د څو کلونو اقتصادي بهرانونو څخه تېر شوی و، د نړیوال ځواک او سازمانونو 'نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک په مرستو نغښتې ده چې نړیوال بازارونو او نړیوال اقتصاد ته لاره هواروي.
په حقیقت کې په دې ګروپ کې د روسیې غړیتوب د یو داسې هېواد لپاره هڅونه وه چې په ختیځ کې یې د ډېرو کلونو لپاره سیالي غوښتونکي سوسیالست بلاک رهبري کاوه، خو په ۹۰مه پیړۍ کې ماتې منلې وه او د لویدیځ پر وړاندې یې خپل لوری بدل کړی و. لکه څنګه چې د اغېزمنو "لویدیځ" هېوادونو کلب کې د روسیې بشپړ غړیتوب پاتې نه و او په جي اوو کې غړیتوب د نوي نړۍ سره د مسکو بشپړ بشپړتیا ژمنه وکړه.
ولې روسیه ووتله؟
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، روسیه، د بورس یلټسین په مشرۍ، د اټمي ځواک درلودونکی صنعتي اقتصاد درلود، په ورته وخت کې د لېږد په لاره کې د مالي بحرانونو له امله د پام وړ غربت سره مبارزه کوله مګر په ۱۹۹۹میلادي کال وروسته له هغې چې ولادیمیر پوتین واک ته ورسېد، د روسیې بهرنۍ پالیسۍ بله لاره غوره کړه.
که څه هم د لوړې له مراستو را وروسته پوتین د روسیې بهرنۍ تګلاره نه ده ماته کړې، خو د هغه فاسد او ناکام اقتصاد د هغه هېواد ګډوډ کړی دی. د ۲۱مې پیړۍ په لومړیو کلونو کې کله چې روسیه په اقتصاد کې غښتلې شوه د دې هېواد د مشرانو هیلې د هېواد د ساتلو لپاره د لویدیځ ځواکمنې دایرې څخه بهر برسیره شوې.
د ناټو د بې غورۍ او د پوځي ائتلاف تر منځ واټن هم د پوتین په څېر سیاستوالانو ته دا په ګوته کوي چې د هغه د هېواد برخلیک - هر څه چې وو هغه د لویدیځ څخه جلا وو.
دا د اپوزیسیون وسیله په پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې د رنګین انقلابونو په جریان کې په سیاسي جنجال بدل شو.
دا د اپوزیسیون وسیله په پخواني شوروي سوسیالیستي هېوادونو کې د رنګین انقلابونو په جریان کې په سیاسي جنجال بدل شو او بلاخره یوه لسیزه وروسته په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بې ساري فشار له امله پای ته ورسېد.
په دې وخت کې د روسیې پر ضد د ډیپلوماټیک پرمختګونو لړۍ ترسره شوه چې یو یې له 'جي اته' نه د مسکو شړل و، ځکه د پاتې نورو په وینا، د روسیې خاورې ته د کریمیا یوځای کېدل "غیرقانوني عمل" و او د 'جي اته' په چوکاټ کې له روسیې سره "معنی لرونکې خبرې" ناشونې وې نو له همدې امله 'جي اته' ډله په 'جي اووه' بدله شوه او په پخواني چوکاټ یې تر نننه پورې کار پیل کړ.
جي اوو څه کوي؟
د غونډو کوربه توب د دې ډلې د فعالیتونو ترټولو مهمه برخه ده. جي اوو ثابت کوربه توب نه لري خو د هر هېواد چې نوبت وي د یوه کال لپاره یې کوربه توب مني.
اصلي دنده د اوو غړو هېوادونو د غونډې کوربه کول دي تر ډېره د نړیوالې ټولنې پام دې غونډې ته هم راجلب شوی.
په دې غونډه کې هر څه ممکن دي چې خبرې پرې وشي له سیاسته رانیولې انرژي، د اقلیم بدلون د ایډز ویروس خپریدل، نړیوال امنیت او "ترورېزم" پورې بیا وروسته د غونډې په پای کې یوه رسمي اعلامیه خپریږي چې په یو شمېر هوکړو توافق شوی وي.
د اروپایي اتحادیې د ځواک او د نړیوال سازمان له خوا د نویو او مهمو پوسټونو رامنځته کېدو سره، د اروپایي کمېسیون ولسمشر به د اوو هېوادونو مشرانو سره په غونډه کې هم ګډون وکړي.( د ۲۰۱۹ میلادي کال په غونډه کې ژان کلود یونکر د کمېسیون اوسنی رئیس به د جراحي له امله برخه وانه خلي.)
د کمېسیون د رئیس سربېره، د اروپايي اتحادیې د شورا رئیس چې د اروپايي اتحادیې ولسمشرهم دی، د جي اووه په غونډه کې به ګډون وکړي. ډونلډ ټوسک اوس مهال دا دریځ نیولی چې څوک به د دې کال په ناسته کې حاضر وي.
د جي اوو خبرجوړونکي بل اړخ دا دی چې د نورو هېوادونو مشران او د نړیوالو سازمانونو استازي هم په دې ناسته کې ګډون کوي. ددې بېلابېلو هېوادونو د مشرانو لپاره دا یو زرین فرصت دی.
د هغه دود په ساتلو سره چې په تېرو کلونو کې خورا جنجالي شوې وه، کال کې هره ناسته یوه ځانګړې اعلامیه هم خپروي. د ۲۰۱۹ میلادي کال د جي اووه د غونډې موضع "ناانډولۍ سره " ده.
سربېره پردې، په ګډو ارزښتونو د ډلې ټینګار دا و چې دې ډلې د روسیې راستنېدل پیچلې ښکارېدله.
د جي اووه پر وړاندې ننګونې څه دي؟
په جي اووه کې دننه بېلابېلې نظریې شته، په ځانګړي توګه وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشرشو او پریکړې یې وکړې چې د لویدیځ افکارو او پالیسیو سره متناقضې وې.
ډونلډ ټرمپ د G-7 په غونډو کې د مالیاتو، سوداګرۍ تعرفې او چاپیریالي پالیسیو په اړه د نورو هېوادونو مشرانو سره په تکرار مخالفت وښود. اوس مهال جي اووه هم دا نیوکه لري چې ټرمپ په دې ورځو کې د نړیوال اقتصاد کلیدي مسئلې او لوی بحرانونه له پامه غورځوي.
نوي راپورته کېدونکي اقتصادونه جي اووه ته لاسرسی نه لري دوی په چټکۍ وده کوي او یو شمېراقتصاد پوهانو وړاندوینه کړې چې دا هېوادونه به جي اوو په دوه کلونو کې تېر کړي.