اسراییلو سوریه کې پر 'ایراني ځواکونو' بمبار کړی

اسراییلي پوځ وايي، بې پیلوټه الوتکو یې د "وژونکو بریدونو" د مخنیوي په پار د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د "ایراني ځواکونو" ضد بمباري کړې ده.

دغه پوځ وايي، بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې "د قدس سپاهیانو اړوند جنګیالي او شیعه ملېشې" په نښه کړې دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي ایران "هېڅ ځای خونديتوب نه لري او اسراییل به د خپل امنیت او د خپلې خاورې د خوندیتوب لپاره هر لازم ګام واخلي."

د سوریې خبري اژانس "سانا" ویلي، دفاعي هوا شنبې په شپه د اسراییلو توغندیز برید کشف کړ چې هدف ته تر رسېدا مخکې یې ډېری توغندي راوغورځول.

دغه اژانس د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، هوايي دفاعي سیستم کشف کړه چې توغندي له جولان سیمې راغلي وو.

رپوټونه وايي، د اسراییلو له برید مخکې د دمشق سمندر کې هم د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، جنګي الوتکو یې "د دمشق سوېل ختیځه عقربه سیمه کې ګڼ ترهګریز اهداف په نښه کړي دي."

اسراییلو وړاندې ویلي وو، چې په سوریه کې یې د ایران ځینې هدفونه ویشتلي، د لبنان حزب الله اړوند د وسلو زېرمتونونه یې هم په نښه کړي دي.

اسراییلو ټینګار کړی چې د سوریې خاوره کې د ایراني نفوذ د مخنیوي لپاره دوی په ټینګه مبارزه کوي.

پر ایران تور دی چې سوریه کې د بشارالاسد د نظام په ګټه جنګېږي او هلته نیابتي جګړه کوي.