د کشمیر لانجه: ټرمپ له مودي او عمران خان سره خبرې وکړې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هغه د هند تر ولکې لاندې کشمیر پر روانو حالاتو د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرې کړي دي. د دې خبرو په اړه ښاغلي ټرمپ پر ټويټرپاڼه کښلي؛ له دوو ښو ملګرو سره يې خبري وشوې:

''ما له خپلو دوو ښو ملګرو، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر سوداګرۍ، ستراتيژیک همکارۍ او د دواړو هېوادونو لپاره تر ټولو مهم په کشمیر کې د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وشوې".

د ښاغلي ټرمپ په خبره په یوه ستونزمن حالت کې يې ښې خبرې وشوې.

هلته په ډیلي کې د لومړي وزیر دفتر وايي، د لومړي وزیر له ولسمشر ټرمپ سره ټيليفوني خبرې شاوخوا ۳۱ دقیقې وې چې پر دوه اړخېزو اړیکو او د سیمې پر حالاتو يې خبرې کړي.

د هند د لومړي وزیر د دفتر په خبره لومړي وزیر مودي ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې په سیمه کې د ځينو مشرانو له لوري د هند پرضد بیانونه د سولې لپاره ښه نه دي.

دغه بیان زیاتوي، لومړي وزیر ناریندرا مودي له ترهګرۍ او تشدد د پاک ماحول او له پولې هاغاړې د ترهګرو د پټن ځایونو پر ختمولو خبرې وکړې.

بل خوا "اې.اېف.پي" خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د ویاند هوګن ګيډلي له خولې وايي چې امریکايي ولسمشر دواړو مشرانو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ ختمولو او په سیمه کې پر ثبات خبرې کړي.

له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي بیا تېره شپه له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د لومړي وزیر عمران خان له ډونلډ ټرمپ سره پر ټيليفون خبرې شوي دي او د دواړو مشرانو د سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو د وزیرشاه محمود قرېشي په خبره د دوشنبې په شپه په دې خبرو کې لومړي وزیر عمران خان ښاغلي ټرمپ ته د هند د لومړي وزیر د هغه ګام په هکله وویل چې له امله يې د ده په خبره په سیمه کې حالات ترینګلي شوي او د ښاغلي مودي د پنځم اګست له یو اړخیزګام څخه په سیمه کې ثبات زیانمن شوی دی.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې پر ۱۶مه نېټه د پاکستان لومړي وزیرعمران خان امریکايي ولسمشر ته زنګ وهلی و او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر روانو حالاتو يې خبرې کړې وې.