ورځپاڼې: کچلاغ چاودنه هغه جومات کې شوې چې پخوا یې ملا هبت الله امام و

ډیلي ټایمز

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز د کوټې په یوه جومات کې د پرونۍ چاودنې په اړه لیکلي چې په دې چاودنه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور او درې نورو د وژل کېدو ترمنځ شل تنه نور ټپیان شوي دي.

ورځپاڼې د چارواکو له قوله لیکي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مړو شمېر زیات شي.

راپورونه وايي، دا چاودنه هغه جومات کې شوې چې پخوا یې ملا هبت الله امام و او اوس یې دا امامت ورور کاوه.

دغه راز ویل کېږي ملا هبت الله هم دې جومات ته د لمانځه لپاره راته.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، له طالبانو سره کېدونکي احتمالي روغې داسې اندېښنې رامنځته کړي چې ښايي ښځې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې هغو حقونه ونه لري چې په اوسني نظام کې یې لري او د دې معاملې په پایله کې هغه څه له لاسه ورکړي چې په تېرو نږدې دوه لسیزو کې یې تر لاسه کړي دی.

دې ورځپاڼې د همدې اندېښنو په تړاو په امریکا کې د افغانستان د سفیرې رویا رحماني له قوله لیکلي چې له طالبانو سره کېدونکي روغې جوړې په پایله کې باید افغانستان ازاد او له وېرې او ناوړه ګټې اخېستنې خالي وي.

دې ورځپاڼې د ځینو چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي لیکلي، طالبانو سره له مقدماتي روغې جوړې چې د افغانانو خپل منځي خبرو ته لاره هواروي دا تمه ترې نه شي کېدای چې افغان ښځو ته دې په دولتي دندو او زده کړه کې مساوي حقونه ورکړل شي.

خو ورځپاڼه لیکي، د خبرو په بل پړاو کې د ښځو په اړه ډېرې خبرې کېږي چې هغه خبرې چې په پایله کې یې تمه ښودل کېږي چې طالبانو ته به په حکومتي واک کې ونډه ورکړل شي.

نیویارک ټایمز د سناتوري جین شاهین له قوله لیکلي چې ولسمشر ټرمپ باید دا درک کړي چې د افغان مېرمنو پرمختګ د امریکا لپاره په یوه جګړه ځپلې هېواد کې د ازادۍ د ملاتړ په لار کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده، نو په دې خبرو کې باید د دوی حقونه او راتلونکی له لاسه ورنه کړل شي.

فارن پالیسي

امریکایۍ مجلې فارن پالیسي يوه مطلب کې سپارښتنه شوې چې امریکا باید له افغانستانه په بېړه ونه ووځي.

لیکوال وايي، له وړاندې سیاستوال له افغانستانه د سرتېرو په را ایستلو سلا شوي وو، خو دا خبره چې امریکایي سرتېري د تل لپاره په افغانستان کې نه شي پاتې کېدای باید د دې دلیل نه شي چې اوسنی حکومت د ځواکونو په را ایستلو کې له دقت څخه کار وانه خلي.

لیکوال له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ناهیلي ښکاري او زیاتوي د روانو خبرو له بهیره داسې ښکاري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي افغانستان بیا له کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان شي. لیکوال سپارښتنه کوي چې امریکا باید حوصله وکړي او د افغان د خپل منځي خبرو پایله کې سیاسي روغه جوړه رامنځته شي.

ډیلي ټایمز لیکي:

چاودنه د کوټې په کچلاغ سیمه کې شوې چېرته چې د طالبانو د ډلې غړي تګ راتګ کوي.

ډیلي ټایمز زیاتوي لومړي وزیرعمران خان د ورځپاڼې په ټکو د دې ترهګریز برید غندنه کړې او سپارښتنه یې کړې ده چې د ټپیانو ښه درملنه وشي.

انډیا ټوډې

انډیا ټوډې لیکلي د کشمیر پر سر له هند سره د جرړې له امله په پاکستان کې پرهندي فلمونو او هندي توکو پر اعلانونو بندیز لګیدلی. ورځپاڼې لیکلي، پاکستاني چارواکي غواړي له دوکانونو د هندي فلمونو سیډيانې راټولې کړي.

ځینې پاکستاني ورځپاڼو لیکلي، دا پریکړه د پخواني ولسمشر ضیاء الحق د واکمنۍ مهال یادونه تازه کوي چې پولیسو به له دوکانونو د هندي فلمونو ویډیويي کیسټونه راټولول.