تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندی بازار چې څلور زره ښځې یې چلوي
په هند کې له میانمر سره پولې ته نژدي د توکو د پېر او پلور یو داسې مارکېټ دی چې مخینه یې ډېرو کلونو پخوا ته ورګرځي او ټولې څلور زره دوکاندارانې یې ښځې دي. دوي په خپلو کې یو موټي دي او ځینو یې څو لسیزې په همدې مارکېټ کې دوکانداري کړې ده.
دا د اسیا په کچه د ښځینه دوکاندارانو تر ټولو لوی مارکېټ دی چې د اما کیتال یا د مور مارکېټ په نامه یادېږي. په دې مارکېټ کې نارینه دوکاندار نشته.
د هند په شمال ختیځ کې په اماپال کې د دې مارکېټ د دوکاندانو شمېر څلورو زرو ته رسېږي. ځیني وايي د شنو غونډیو په منځ کې د جوړ د دې مارکیټ دوکاندارنې په ځانګړي دلیل ټولې ښځینه دي.
په نولسمه پیړۍ کې د برتانیوي واکمنۍ پرمهال د دې سیمې نارینه په تنکي عمر د جګړې له پاره له روزلو وروسته په دفاعي لیکو کې ګومارل کېدل او په دې توګه د ژوندانه نورې ټولې چارې ښځو ته ورترغاړې وي.
خو د مارکېټ ځینې دوکاندارانې وايي چې دا مارکېټ په ۱۶مه پیړۍ کې دلته جوړ شوی و او له هماغه راهیسې یې ټولې دوکاندارانې ښځینه دي.
په ۲۰۰۳ کال کې حکومت اعلان وکړ چې دغلته به یو عصري مارکېټ جوړ کړي خو د مارکېټ د دوکارانو د دې پلان پرضد مظاهرې وکړې چې په پایله کې یې حکومت اړ شو چې له خپل پلانه لاس پر سر شي.
په دې مارکېټ کې د اړتیا وړ هر ډول توکي موندل کېدای شي خو خوراکي توکي او په ځانګړې توګه میوې او سابه په کې ډېر پرېمانه دي.
سیمې ته د ورتلوونکو سیلانیانو له پاره دا مارکېټ یو په زړه پورې ځای دی. ځیني دا مارکېټ د نړۍ له عجایبو ګڼي او وايي مارکېټ ته په ورتګ د هرچا تود هرکلی کېږي.
ښځینه دوکاندارانې له خلکو سره د ښو خبرو ترڅنګ ټوکې ټکالې کوي او خپلې سوداوې پلوري، خو دا چې دوکاندانې ټولې ښځینه دي دغلته ډېر نارینه نه ترسترګو کېږي.
د مارکېټ د دوکاندانو د اتحادیې مشره وايي د دوی یووالی دی چې دا مارکېټ یې تراوسه په هماغه پخواني حالت کې ساتلی کنه نو پرځای به یې کوم بل عصري مارکېټ جوړ شوی وای.