تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې توپان ۳۲ کسان وژلي او ۱۶ لادرکه دي
په چین کې د لیکیما توپان له امله د وژل شویو شمېر ۳۲ کسانو ته لوړ شوی او شاوخوا ۱۶ کسان لادرکه دي.
ختیځ ساحل کې له ټایوانه د تېر شوي یوه ځواکمن توپان چین سینکیانګ ایالت کې د پنځه میلیونه کسانو ژوند له کړاو سره مخ کړی او شاوخوا یو میلیون کسانو خپلې مېنې پریښي او امن ځایونو ته لېږدول شوي.
په ونژو ښار کې ځمک ښویېدنې او سیلاونه لامل شوي چې د قربانیانو شمېر لوړ شي.
هلته توپان شاوخوا ۳۴ زره کورونو ته زیان اړولی. په یاده سیمه کې د کورنو او کرنییزو ځمکو له منځه تللو له امله مالي زیان دوه میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
د رپوټونو له مخې په شانګهای او شاوخوا ښارونو کې توپان لامل شوی چې ۳۲۰۰ پروازونه لغوه شي.
د لیکیما توپان چې لنده کې یې چټکتیا په ساعت کې ۱۹۰ کیلومتره و وچې ته په رسېدو یې سرعت یو ساعت کې ۱۵ کیلومترو ته ښکته شوی دی.
د چین له شانګهای تېر شوی او د شاندونګ ایالت پر لور روان دی.
لیکیما روان کال په چین کې له نهو یو لوی توپان دی.
وړاندېد چین د بیړنيو چارو وزارت ویلي و چې، بېړنۍ ډلې سیمې ته استول شوي چې د مرستندویو کارونو لارښوونه وکړي.
د شانګهای سواحلو کې زرګونو خلکو ته نورو سیمو ته د وتلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
کروز لاینرز ته ویل شوي چې شانګهای ته د دوی راتګ وځنډوي او د ریل ځیني خدمتونه د اونۍ په پای کې ځنډول شوي.