ورځپاڼې: کشمیر کې روان وضعیت د افغان سولې بهیر ګډوډولی شي

امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال لیکلي د کشمیر کورواکي له منځه وړل د افغان سولې لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخامخ کولی شي.

ورځپاڼه لیکي هند دا ګام داسې مهال پورته کړ چې د افغان سولې هڅې یوه حساس پړاو ته رسیدلې او له پاکستانه تمه کیږي چې د دې هڅو بریالیتوب کې مهم رول ولوبوي.

ورځپاڼه لیکي ددې بدلون سره هم مهال هند او پاکستان ته لوړ پوړي امریکايی استازي تللي خو چارواکي وايي دا لېدنې له وړاندې پلان شوې وې.

وال سټریټ ژورنال دا احتمال نه ردوي چې ښايي واشنګټن ته د عمران خان د بریالي سفر په پایله کې د هند لومړی وزیر نریندرا مودې دې او ګوند یې بهاراتیا جناتا دې پایلې ته رسېدلې وي چې د کشمیر په اړه داسې یو ګام پورته کړي.

د سویلي آسیا د څېړنو انیسټیټیوټ مشر راجا موهن ورځپاڼې ته ویلي داسې ښکاري چې امریکا د افغانستان په مسله کې د مرستې په مقابل کې د کشمیر په تړاو په خپل دریځ کې نرمښت ښودلی او همدې بدلون په معادله بدلون رامنځته کړ، د ده په وینا پاکستان فکر کوي چې اوس به فشار پر هند وي خو امریکا نه شي کولی هند اړ کړي چې له پاکستان سره خبرې وکړي.

د ښاغلي موهن په وینا د هند ویره داده چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په پایله کې هغه وسله وال د هند پرضد لا ډیر وهڅوي چې د افغانستان او کشمیر په جګړو کې بوخت دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز د طالب سرچینو په حواله لیکي د سولې د خبرو یو بل پړاو هم شته چې تمه ده له لوی اختر وروسته ترسره شي.

دې سرچینو ویلي تمه ده نن د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ یو دولس کسیز پلاوی ازبکستان ته ولاړ شي، په دې کتنه کې به د ازبکستان پر هغه وړاندیز خبرې وشي چې ویلي و غواړي د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي.

امریکایۍ ورځپاڼې ملیټري ټایمز لیکلي داسې ښکاري چې امریکا او طالبان د ځواکونو د وتلو پر سر هوکړې ته نږدې شوي او په بدل کې به یې دا ضمانت وړاندې کیږي چې افغانستان به نور د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي