تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سودان کې د پوځ او سیاستوالو تر منځ هوکړه وشوه
د سودان واکمنې پوځي شورا او د مخالفانو ټلوالې تر منځ یوه هوکړه شوې چې دغه هېواد کې يې د یوه نوي منځمهالي حکومت جوړولو ته لاره هواره کړې ده. د افریقايي ټولنې مرکچي محمد حسن لیبات د شنبې پر ورځ دغه اعلان وکړ، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
تېر اپرېل پوځ د سودان پخوانی ولسمشر عمر البشیر له واکه لرې کړ او له هغه راهیسې دغه هېواد کې یو سیاسي کړکېچ روان دی.
د دغه جوړ جاړي لپاره هم خبرې د تاوتریخوالي په حال کې شوې، خو د هوکړې له اعلانه وروسته د خوښۍ لمانځنې هم لیدل شوې دي.
د واک وېش پر سر هوکړه تېره جولای کې شوې وه، خو مظاهرچيان له هغه راهیسې د جزئیاتو اعلان ته سترګې پر لار وو.
مظاهرې د تېر کال دسمبر کې هغه مهال پیل شوې چې پخواني حکومت بېړنی حالت اعلان کړ او له هغه وروسته په پلازمېنه خرطوم کې د سودان دفاع وزارت ودانۍ مخې ته له اوږدو مظاهرو وروسته پوځ دا تېر اپریل ښاغلی بشیر له واکه ګوښه کړ.
له هغه راهیسې مظاهرچيان ملکي ادارې ته د واک لېږدولو له غوښتنې سره احتجاجونه کوي. په هغه سند کې چې جولای کې پرې هوکړه شوې، د دریو کلونو لپاره د یوې منځمهالې دورې یادونه شوې چې شپږ ملکي او پنځه جنرالان به په کې شامل وي.
د شنبې پر ورځ ښاغلي لیبات د تازه هوکړې په تړاو وویل، چې پر هوکړې د لاسلیکونو تخنیکي جزئیاتو لپاره به نورې غونډې هم وشي، خو په خپله د هوکړې جزئیاتو په تړاو یې نور هېڅ نه دي ویلي.
د هوکړې یوه مسوده چې رویټرز خبري اژانس لیدلي، ښيي چې نیمه پوځي چټک ځواک (ار ایس ایف) چې د مظاهرچيانو وژلو تورونه پرې لګېدلي، له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو د مشرتابه تر مخامخ واک لاندې وي او د څارګرو ادارو چارې به د کابینې او خپلواکې شورا لخوا څارل کېږي.
د روغې جوړې دغه اعلان له هغه وروسته شوی چې پوځي شورا روانه اوونۍ د څلورو زده کونکو په ګډون د لاريونيانو وژنې په تور د ار ایس ایف ځواک د نهو سرتېرو ګوښه کولو او نیولو اعلان وکړ.