ورځپاڼې: هند نه غواړي امریکا د کشمیر مسئله کې منځګړیتوب وکړي

کشمیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انډیپنډینټ لیکلي، په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله هند د امریکا له خوا د کشمیر په مسئله کې د منځګړیتوب وړاندیز رد کړی.

انډیپنډینټ

بریتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ لیکلي، په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله هند د امریکا له خوا د کشمیر په مسئله کې د منځګړیتوب وړاندیز رد کړی.

دا ورځپاڼه لیکي په بنکاک کې د هند د بهرنیو چارو وزیر خپل امریکایي انډول ته ویلي، که د کشمیر په اړه خبرې کېږي نو هغه د هند او پاکستان ترمنځ مخامخ وي.

واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر پرمهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و، هند ورته وړاندیز کړی چې د کشمیر په مسئله کې له پاکستان سره د خبرو لپاره وړاندیز وکړي، خو هند دا خبره رد کړه چې د دغه هېواد لومړي وزیر نارېندرا مودي دې داسې کوم وړاندیز کړی وي.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا امنیتي ارګانونه په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ په اړه سره ویشلي دي. پوځ وايي، دغه ډله په افغانستان کې لویدیځ ته یو ګواښ دی، خو د امریکا استخباراتو اداره بیا د پوځ له دې نظر سره مخالفه ده.

دا ورځپاڼه لیکي:

د همدې ټکي پرسر اختلاف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو او یا د ټولو سرتېرو د اېستلو په برخه کې د وروستۍ پریکړې تر ټولو حساسه مسئله ده.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ویلي، اسلامي دولت ډله یا داعش یو مخ په زیاتېدونکی ګواښ دی چې د امریکا په ګډون لویدیځو هېوادونو ته ګواښ پيښوي. خو په واشنګټن کې استخباراتي ادارې په دې نظر دي چې دغه ډله چې د خراسان اسلامي دولت ډلې په نوم یادیږي، د نړۍ نورې سیمې ترهګري نه شي خورولی، بلکې یوه سیمه ییزه ستونزه ده چې د لویدیځ په پرتله طالبانو ته ډېر ګواښ رامنځته کوي.

ورځپاڼې د نظر دا اختلاف په افغانستان کې د رواني جګړې په اړه د نظر اختلاف ته ورته بللی چې په تېر کې هم د اوږدې مودې لپاره دفاع وزارت پنټاګون او استخباراتي ادارو د طالبانو د ځواک په اړه د نظر اختلاف درلود.

نیویارک ټایمز زیاتوي استخباراتي کړۍ په دې نظر دي چې دغه ډله پر مهمو سیمو ولکه نه لري بلکې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په غرنیو سیمو کې دي چې ستراتیژيک ارزښت نه لري .

خو په کابل کې امریکايي پوځي چارواکو ویلي په واشنګټن کې چارواکي هغه شواهد نه مني چې د جګړې له ډګره تر لاسه شوي وي، لکه د بریدونو پرمهال او یا د موبایل ټیلیفونونو څخه. دغه چارواکو ویلي دا معلومات ښيې چې یوه پراخه شبکه د کسانو د جذب لپاره په کار اچول شوې او له افغانستانه دباندې هم د دې ډلې د افراطیت اغېز شته.

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې په نوي ډیلي کې یو افغان وګړي له درې کیلو ګرامه هیروئینو سره نیولي د ورځپاڼې د ر پوټ له مخې د دغو نشه یې توکو مالي ارزښت ۱۲ کروړه دی.

ډیلي سټار

روهینګي مسلمانان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، میانمار روهینګي مسلمان بنګله دیش کډوال بولي او په تېرو څو کلونو کې د حکومت له خوا د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړل شوي دي.

مالیزیایۍ ډیلي سټار ورځپاڼې لیکلي، د میانمار د بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا د لومړي وزیر مهاتیر محمد د څرګندونو غندنه کړې.

د مالیزیا لومړي وزیر ویلي، د میانمار یا برما له خوا له روهنګي مسلمانانو شوی زور زیاتی ټول وژنه ده. هغه د ترکیې له خبري اژانس سره مرکه کې ویلي و، روهنګیایانو سره باید د میانمار د نورو اتباعو په څېر چلند وشي او یا هغوی په بل کوم ځای کې د خپل دولت جوړولو لپاره ځای ورکړل شي.

میانمار روهنګي مسلمان بنګله دیش کډوال بولي او په تېرو څو کلونو کې د حکومت له خوا د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړل شوي دي.

د میانمار د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي د مهاتیر محمد دا څرګندونې د سویل ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې له اصولو سرغړونه ده چې وايي، هېوادونه باید یو د بل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.