تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هالنډ کې د مېرمنو پر مخ پټولو محدودیت ولګول شو
په هالنډ کې له تېرې ورځې په عمومي ودانیو کې پر مخ پټولو د محدودیت لګېدو پرېکړه پلې شوه. دغه محدودیتونه پر اسلامي حجاب سربېره د موټر سیکل، باسیکل او د سکي خولۍ پر سرولو هم لګېدلي دي.
په دې اساس په هر ډول چې وي په عمومي ودانیو او عمومي ټرانسپورت سیسټم کې پر مخ پټولو بندیز ولګېد، خو دا محدودیت بیا په سړکونو کې نشته.
هغه کسان چې له دې قانون سرغړونه وکړي اخطار ورکړل شوی چې ۱۶۵ یورو به جرېمه شي، خو دغه قانون له سختو مخالفتونو سره مخ شوی دی.
پولیسو، روغتونونو او د عمومي ټرانسپورټ کارکوونکو ویلي دوی پر هغو کسانو فشار اچول نه غواړي چې مخ یې پټ کړی وي.
وروسته له هغې چې پولیسو اعلان وکړ، له دې طرحې سره به د یوه مهم جرم په څېر جلند نه کوي، د ټرانسپورټ عمومي شرکتونو هم له خپلو ټولو کار کوونکو وغوښتل که چا مخ پټ کړی وي ځانونه ترې ناخبره وښیي.
د امستردام ښاروال هم ویلي څوک به د دغه محدودیت پلي کولو ته مجبور نه کړي.
له دې وړاندې ډینمارک، فرانسې، اتریش، بلجیم او د کاناډا په کبک ولایت کې هم د حجاب او مخ پټولو ورته محدودیتونه پلي شوي دي.