د دوبۍ امیر او مېرمنې لانجه یې د لندن تر محکمې ورسېده

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد ال مکتوم او د منځني ختیځ یو بانفوذه شتمن نن سې شنبه د جولای ۳۰مه خپله مېرمن د لندن یوې محاکمې ته ور غواړي.
د محاکمې استماعي جلسې له شهزادۍ هیا څخه د دوو بچیانو د ساتنې پر سر د شیخ محمد د شکایت په تړاو جوړېږي.
د شیخ محمد ال مکتوم یوه مېرمن څو میاشتې مخکې له خپلو زامنو سره یوځای له دوبۍ وتښتېده، ویل کیږي چې هغه په لندن کې له وېرې چېرته پټه شوې.
د بي بي سي خبریال فرانک ګاردنر وايي، شاهزادۍ هیا د اردن د شاهي کورنۍ درېیمه مېرمن ده چې د شیخ محمد ال مکتوم له درباره تښتي.
د عربي هېوادونو حاکمان او د شاهي کورنۍ هڅه کوي چې خپل شخصي ژوند د امکان تر بریده له رسنیو لرې وساتي.
خو د شهزادۍ هیا پېښه او په لندن کې یې اوسنۍ محاکمه د نړيوالو رسنیو سر ټکي ګرځېدلي.
شهزادۍ هیا د اردن د پاچا ملک عبدالله ناسکه خور ده.
نوموړې د شیخ محمد شپږمه او ځوانه مېرمن ده چې ویل کیږي له خپلو مېرمنو څخه ۲۳ زامن لري.
شهزادۍ هیا څو ورځې د مخه جرمني ته وتښتېده او د څه وخت لپاره لندن ته ولاړه.
شیخ محمد په وروستیو کې په انسټاګرام کې یو شعر خپور کړی و او یوه ناپېژانده مېرمن یې پکې په (خیانت او بې وفايي) تورنه کړې وه.
۶۹ کلن شیخ محمد بن راشد ال مکتوم یو میلیاردر دی چې له اس ځغلونې سره ډېره مینه لري چې تر ډېره د برتانیا له ملکې الیزابیت سره بریتانیا کې د اس ځغلونې سیالیو کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، YOUTUBE
د نوموړي چې شتمني نږدې څلور میلیارده ډالرو ته رسیږي په ۲۰۰۴میلادي کې له هیا بنت حسین چې اوس ۴۵ کلنه ده واده وکړ.
شهزادۍ هیا ته یوه تن نږدې کس ویلي چې دا اردنۍ شهزادۍ دوبۍ ته د شیخ محمد د یو لور د "اجباري" ستنولو په اړه له پېښو خبره کړل شوې ده.
تېر کال له دوبۍ نه په یوه بېړۍ کې د شیخه لطیفه د تېښتې کیسه او بېرته یې د اجباري ستنولو پېښه د خبرونو سرټکی شو.
د شیخ محمد د دربار یوه مېرمن چې په ۲۰۰۱میلادي کې له دوبۍ وتښتېده خو ویل کیږي چې وروسته د بریتانیا د کمبریج له ښاره "وتښتول" او عربي متحده اماراتو ته بېرته ستنه کړل شوه.









