پاچا واک پرېښود او د ښکلا پخوانۍ روسۍ ملکه یې طلاقه کړه

سیمه ییزې رسنۍ وايي، د مالیزیا پخواني پاچا سلطان کیلانتان پنځم محمد د ښکلا پخوانۍ روسۍ ملکه او مېرمن اوکسانا فیفودینا طلاقه کړه.

د مالیزیا نیو سټرېټ ټایمز ورځپاڼې ویلي دا طلاق د روانې جولای میاشتې لومړیو کې ترسره شو او د طلاق د پرېکړې یو انځور پر خواله رسنیو هم خپور شو.

په پرېکړه کې راغلي چې دا "ثلاثه (درې)" طلاقه د جون پر ۲۲مه ترسره شول.

د مالیزیا پخوانی پاچا په تېره جنورۍ کې ناڅاپه د ښکلا له پخوانۍ روسۍ ملکې سره تر واده کولو وروسته له واکه لاس پر سر شو.

دا لومړی ځل دی چې له بریتانیا د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته د مالیزیا پاچا له واکه لاس اخلي.

مخکې پاچا محمد له دوه کلنې واکمنۍ وروسته واک پرېښود او خپله پنځه کلنه پاچاهي یې پوره نه کړه.‌

په مالیزیا کې، د واک د وېش ځانګړی سیستم دی، چې پر نههو سیمو د پاچا واک چلېږي.

سلطان پنځم محمد څوک دی؟‌

سلطان پنځم محمد چې اوس ۴۹ کلن دی، د ۱۹۶۹ کال د اکتوبر پر شپږمه کوتا کې زیږېدلی، دی په تنکو محمد فارس بیترا مشهور دی او پلار یې سلطان اسماعیل بیترا و.‌

محمد شپږم د مالیزیا کم عمره پاچا ګڼل کېده، چې د پخواني ۸۹ کلن پاچا عبدالحلیم معظم شاه د عمر نیمايي عمر یې لري.

سلطان پنځم محمد چې واک ته ورسېد واده یې نه و کړی، نیو سټریټ ټایمز ورځپانه وايي، که څه هم بې ښځې و، خو یوازې نه و، بلکې له خپلو اسانو، پیشوګانو، چرګانو او مرغانو سره بوخت و.

ورځپاڼه وايي، پاچا ځکه ډېر مینه وال لرل چې له خلکوسره یې ډېره مرسته کوله او د ولس ترمنځ یې یووالی ساتلی و، همدارنګه د صحي ژوند بڼه یې ډېره خوښوله خو لوکس ژوند یې نه خوښاوه.

ده له لوبو سره مینه لرله،‌ په تېره بیا د موټر ځغلونې له سیالیو سره، د اس سپرلۍ هم خوند ورکاوه او فوټبال او باولینګ یې هم نه هېرول.

دده په اړه مشهوره ده چې ټینګ مسلمان دی او تل جومات ته ځي او بهر سفرونو کې خپل شیخ ورسره ملګری کوي.

نوموړيی اکسفورډ پوهنتون کېدیپلوماسي او د دغه پوهنتون اسلامي زدکړو مرکز کې اسلامي زدکړې کړې دي.

په مالیزیا کې پاچا ته په هېواد کې د مسلمانانو د سر د سړي په سترګه کتل کېږي، خو د پاچا رول هلته تر ډېره سمبولیک دی.